په اسلام کې د ماشومانو روزنه / لومړۍ برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

په اسلام کې د ماشومانو روزنه / لومړۍ برخه – افغان وطن

لیکوال: عبدالصمد شاکر

که څه هم د ماشومانو روزنه اسانه نه ده؛ خو که په خپله طریقه ورباندې کار وشي؛ نو بیا دا چاره دومره ګرانه هم نه ده او آن چې دغه ماشوم به په راتلونکې کې مستقل او سلیم شخصیت هم وي. موږ په دغه لیکنه کې په همدغه طریقه باندې خبرې کوو او په لاندې توګه یې په څو ټکيو کې لنډیز رانغاړو:

• د هغوی رایه تایدول:
د ماشوم رایه تایدول په دې باب کې له دوی سره تر ټولو اړین او اغیزمن دی، په دې مانا چې د کوم څه په اړه دوی نظر لري؛ نو د هغوی همدغه نظر او رایه تایدوو او احترام یې کوو؛ خو په ورته وخت کې د هغوی منفي او مثبت نتایج هم ورته ښایو، دا په داسې ډول چې په هغوی کې د منلو او نه منلو خبره نه وي؛ ځکه داسې کول بیا کولی شي د دوی شخصیت سخت وځپي.

مثال په توګه کله چې هغه ماشوم وي؛ نو دیته زړه نه ښه کوي، چې دوا وخوري؛ خو موږ هغه ته نه وایو چې اوس یې وخوره! بلکې هغه ته په نرمه لهجه وایو، پروا نکا ورسته به یې بیا وخورئ.

• اختیار ورکول:
د کورنۍ په ټولو غړو باندې واجب دي تر څو هغوی ته بشپړ اختیار ورکړي. مثال په توګه ماشومانو ته د خوراک، څښاک، کاليو، لوبو او ملګرو په باب اختیار ورکړل شي؛ خو ورسره ـ ورسره باید له دوی سره په دې ټولو کې مثبته مناقشه هم وکړل شي، دوی ته په ټولو هغه څه کې چې په کې کوم ضرر نه وي پوره اختیار ورکړل شي او کوم څه چې د ماشومتوب خوی وي لکه یو رنګ خوښول او بل نه هغوی کې کوم څه باک نشته.

• کار ته هڅول:
د کورنۍ په غړو باندې واجب دي تر څو خپل بچیان کار کولو ته وهڅوي، پرته له دې چې هغه کوم ډول کار وي تر څو یې په ښه توګه انجام کړي. مثال په ډول، غواړو چې زموږ بچیان په سختیو کې بريالى شي او یا غواړو تر څو هغه کارونه په ښه توګه تر سره کړي، چې ماشومتوب ورباندې واجب کړي دي؛ نو دغه وخت کې د کورنۍ وجوبي مسئولیت جوړیږي تر څو ماشوم هغه خپل کار ته په خپله کولو ته وهڅوي او ماشوم پرته له دي، چې بل چا ته او یا بل لوري ته میلان وکړي خپل کار پخپله ښه انجام کړي. دا ځکه په دې توګه د هغه تفردي شخصیت لوړيږي او په ورته وخت کې یو ډول د خپلواکۍ احساس پیدا کوي، چې همدا چاره د ماشوم په ځان باندې د باور پیدا کولو کنجي ده.

نور بیا…..

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *