افغان جنرالان: د امریکا وتل زموږ پر مورال باندي یو ګوزار دئ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

افغان جنرالان: د امریکا وتل زموږ پر مورال باندي یو ګوزار دئ – افغان وطن

اسوشیټید پریس د ډسمبر پر ۲۲ مه لیکي طالبانو د متحده ایالاتو لدې فیصلې څخه هر کلی وکړ چي په څو راتلونکو میاشتو کي به نیم امریکايي عسکر له افغانستانه باسي، خو افغان جنرال وايي چي د ټرمپ دا فیصله د هغوی او افغان امنیتي قواوو پر روحیې باندي یو کاري ګوزار دئ.

بلخوا، دا اعلان به د سولي پروسه خامخا لا پېچلې کړي، ځکه دا به د طالبانو لاس لا بر کړي، او د لا زیاتو امتیازاتو غوښتنه به وکړي.‌ یو امریکايي مبصر، بیل باګیو، وایي«زما باور دا دئ چي دا به د طالبانو لپاره د ټال او انتظار سبب سي، او هغوی به د افغان حکومت سره خبري رد کړي. که چیري امریکا خپل ټول عسکر راوباسي، طالبان به خامخا په ګرده ملک کي زیاتي سیمي لاندي کړي. دا کار به حتما د افغان امنیتي قواوو عمومي سقوط وهڅوي، او جنګسالاران به بیا راپورته سي.»

اسوشیید پریس لیکي ټرمپ د افغانستان جګړه یو بایلل جنګ ګڼي، او مدام ئې د امریکایي قواوو د راایستلو لپاره کوښښ کاوه. د ټرمپ دا فیصله به د خلیلزاد پر ماموریت باندي فشار زیات کړي. خلیلزاد د طلوع نیوز سره په مرکه کي وویل چي ټرمپ د انتخاباتي کمپېن پر مهال د افغانستان د جنګ د ختمولو وعدې کړي دي. یو امریکايي مبصر وايي،«پدې کي هیڅ شک نسته چي خلیلزاد د وخت په محدودیت اخته دئ، او تر فشار لاندي کار کاوه.»

طالبانو اسوشیتیډ پریس ته ویلي دي چي د امریکايي قواوو د راایستلو مسله یو مثبت ګام دئ، او «د اعتماد سازي سره به مرسته وکړي، او دا به هم څرګنده کړي چي متحده ایالات سیاسي حل غواړي.»

بلخوا، افغان جنرالان وايي چي د افغان امنیتي قواوو روحیه سخته لړزانه ده، ځکه جلب او جذب په ټپه ولاړ دئ، وسایل او مهمات نسته، او حتی د خوراکه موادو قلت هم موجود دئ. همدا افغان جنرالان د امریکايي قواوو راایستل ماته بولي. او په ویتنام کي ئې د امریکا او په افغانستان ئې د شوروي اتحاد له شکست سره یوه ګڼي.

اسوشیتیډ پریس لیکي عادي افغانان د امریکا او ناټو د قواوو د موجودیت په اړه مکس نظریات لري. زیاتره وايي چي د امریکايي عسکرو خروج به طالبان لا تقویه کاندي، خو هغوی په عین زمان کي د امریکايي عسکرو حضور تنقیدوي، او وايي چي شتون ئې د امنیت سره خورا کم کومک کړی دئ، ځکه امنیت ورځ په ورځ خرابېږي. افغانان د کابل د فاسد حکومت څخه شکایت کوي. او هغوی د کابل د اداري فساد په اړه متحده ایالات ملامت ګڼي، ځکه امریکا همدا حکومت تمویلوي.

که څه هم ټرمپ پر پاکستان باندي سخت انتقادونه کړي دي،‌ او وايي چي پاکستان د مذاکراتو مېز ته د طالبانو په راکشولو کي پاته راغلی دئ، خو اسلام آباد وايي که چیري امریکا یو دم له افغانستانه ووځي، دا به په افغانستان کي هرج و مرج جوړ کړي،‌ او سیمه به ور سره بې ثباته سي.

پاکستانی سیاسي مبصر شجاع نواز ‌وايي،«څه چي پاکستان نه غواړي، په افغانستان کي یو راډیکال اسلامي حکومت دئ، حتی که چیري همدا حکومت په افغانستان کي د هند نفوذ محوه او یا بېخي راکم کړي.»

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *