امریکا په زور ځي، که په خوښه؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

امریکا په زور ځي، که په خوښه؟ – افغان وطن

______________________________
لیکوال: خامل وردګ

قلموالو او ویناوالو!

د هېواد او سیمې د اوسنۍ سیاسي فضا په تقاضاء، کوښښ وکړئ_ د خاص مقصودي ترکیز او تصریح سره_ د خپلو لیکنو او ویناوو په ذریعه داسې ذهنیت خپور کړئ چې د دې مردار مرغېړي (امریکا) وتل_ د دوی د مراد برخلاف_ له آبرو او پزې سره نه؛ بلکې د ماتې، شکست، بې آبۍ، ستومانۍ، رسوایۍ او سپکې له ټاپې سره یو ځای مل واوسي.
دا مې ځکه ووېل چې یو خو دا ډېر حسّاس او د ټول انقلاب او قربانیو د ثمر اخیستو موسم دی، د انقلاب د نورو ثمرو سربېره دا هم د حساب وړ ثمره ده چې پرېنږدو تر څو دا له کاره لوېدلې امریکا له آبرومندانه او فاتحانه انداز سره ولاړه شي، که داسې وشي نو یقینآ دا به د موږ او تاسې ستره سیاسي او ادبي بې کفایتي وي! پدې هکله لومړی درجه مسئولیت د اړوند رسمي مقاماتو دی، خو عامیانه هڅې هم هېڅکله بې نتیجې کیدی نشي.

او بل دا چې دلته د علم او دیانت په جامه کې ځینې دوکتور (صابیان!) او شیخ (صابیان!) شته چې د امریکا د تېښتې له آوازو سره در ګرده او په ډېره بېحیایۍ، داسې ذهنیت خپروي چې ګواکې امریکا که وزي هم؛ نو دا د دې د ماتې په معنا نده او نه امریکا داسې آسانه ماتیږي! لدې سره په څنګ کې دا د موږ د نظریې او برداشت حاملینو ته د سفَه، ساده توب او بې خبرۍ نسبتونه کوي! دې سیاسي مشرکینو ته دې ووېل شي چې د امریکې د طاقت او نه ماتې په اړه مو دا دریځ بیخي له وخته تېر دی؛ که اتلس کاله وړاندې ستا په څېر کوم ضعیف الایمانه منافق دا خبره کولای نو شاید دومره بد به نه ښکاریدو، خو اوس بیخي د پزې غوڅوالی دی!

اللّه تعالی دې په عقبی کې حشر له خپل همدې معبود سره وکړه کوم چې تاته نه ماتیدونکی طاقت ښکاري! نه پوهېږم د تا پدې کې آخر څه غرض او ګټه ده چې په دې متجاوزو کفارو دې ماته او شکست نه لوریږي او پورته، پورته یې کوې!؟ او خپل قلم دې هر وخت د اسلامي امت د اصلي بچیانو په کم ښودنه او تحقیر کې کاروې! که ته رښتیا عالم، دینداره مسلمان او د دې ځوریدلي او دربدره ملت او امت خواخوږی وای؛ نو پدې حسّاس وخت کې به دې له طالب سره خپل نظري اختلاف بالکل شاته غورزولی او د اسلام د دې ازلي دښمن په ضد به دې د طالب تَله درنه کړې وای او که فرضآ امریکا رښتیا هم پخپله خوښه او بغیر له ماتې تللی، نو تا به بیاهم دا سې تلقینولای چې بالآخره د موږ د قربانیو او الهي نصرت په برکت کفري نړۍ ماته شوه…! پدې کار سره به دې له یوې خوا خپل ځان ته بالفعل متوجه مسئولیت اداء کړی وای او له بلې خوا به دې کلونه کلونه د خپلې قلمي کج روۍ او عصیان کفاره پرې کړې وای.

په هرحال! مطلب مې دا و چې مه پرېږدئ دا فېسبوکي_ قلمي دجّا لان مو ویاړمنه، مقدسّه مبارزه، کم رنګه او بې ارزښته توجېه او پدې هکله د ولس اذهان مغشوش کړي. موږ تاسې باید _له خاص مقصودي ترکیز او تصریح سره_د دوی بر عکس هغه څه تلقین کړو چې له حقیقت سره اړخ ولګوي او هغه دا چې امریکا او کفري نړۍ دلته د مجاهدینو د قربانیو او عام ولس د بې دریغه، مستمرې او صادقانه همکارۍ او پشتیبانې په برکت، حوصله له لاسه ورکړه او په پوره توګه ستومانه، او تېښتې ته اړ شول.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *