غربي مطبوعات: له افغانستانه د امریکايي عسکرو خروج – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

غربي مطبوعات: له افغانستانه د امریکايي عسکرو خروج – افغان وطن

نیویارک ټایمز د ډسبمر پر ۲۰ مه لیکي د جمهورریس ټرمپ دې فیصلې چي له افغانستانه به ډیر ژر ۷۰۰۰ (اوه زره) امریکايي عسکر راباسي، په اسیا او بین المللي ټولنه کي یو ډول وهم او وارخطايي ایجاده کړې ده. ځکه د امریکا اکثره ملګري ګومان کوي چي متحده ایالات په اسیا او نورو سیمو کي خپل مشرتوب خوشي کوي. دغه راز، د دفاع د وزیر جنرال مټیس استعفا همدا ډار نور هم تشدید کړ، ځکه مټیس په افغانستان د امریکايي پوځیانو د ساتلو یوازنی مهم پلوی وو.

نیویارک ټایمز کاږي له افغانستانه د امریکايي عسکرو راایستل اکثره دپلوماتان هک پک کړي دي، ځکه هیچا د دې مهمي فیصلې په باب مخکي له مخکي معلومات نه لرل.

واشنګټن پوسټ د ډسمبر پر ۲۱ مه کاږي د جمهورریس ټرمپ دا ناببره تصمیم چي له افغانستانه به نیم امریکايي عسکر راباسي، اشرف غني او یاران ئې سخت وار خطا کړي دي. د غني – عبدالله حکومت هڅه کوي چي یوه د اوړو پزه ځانته جوړه کړي. د غني – عبدالله لومړی عکس العمل دا وو چي دا دونه همه خبره نده، خو اکثره سیاسي مبصرین ئې د خطر زنګ ګڼي.

د غني – عبدالله یاران وايي چي د څو زرو امریکايي عسکرو ایستل به پر امنیتي وضعي باندي چندان اثر و نه لري، ځکه اکثره امریکايي عسکران د مربیانو نقش لوبوي.

واشنګټن پوسټ علاوه کوي اکثره سیاسي مبصرین وايي چي د امریکا دا راز ناببره وتل به سیاسي بي ثباتي رامینځته کړي، طالبان به لا تقویه کړي، او د سولي خبري به سبوتاژ کړي. زیاتره مبصرین د امریکا وتل د شورویانو سره مقایسه کوي چي په نتیجه کي د کابل حکومت سقوط وکړ، تباه کونکي داخلي جنګونه پیل سول، او په میلونهاوو افغانان پاکستان، ایران،‌او نورو ملکونه ته مهاجر سول.

رویټرز د ډسمبر پر ۲۱ لیکي د امریکايي عسکرو د وتلو خبر پداسي وخت خپرېږي چي خلیلزاد دوې ورځي مخکي د طالبانو سره په ابوظبی کي وکتل، او هغوی د امریکايي عسکرو پر خروج او اور بند باندي خبري سره وکړې. د ټرمپ دې فیصلې دا خبره هم لا مبهمه کړه چي ایا د امریکا او طالبانو تر مینځ به بل مجلس په سعودي عربستان کي د جنوري په میاشت کي وسي او کنه.

رویټرز لیکي پدې څو تېرو میاشتو کي غربي دپلوماتانو به تل په مسخرو ویل چي یوه ورځ به ټرمپ له افغانستانه د امریکايي عسکرو د اخراج مسله په یوه ټويټ کي اعلام کړي. په کابل کي غربي دپلوماتان وايي چي ټرمپ د هغوی له حکومتونو سره د دې مهمي فیصلې په باب سلا مشوره نه وه کړې. هغوی وايي زیاتره غربي ملکونه له افغانستانه د وتلو تلوسه لري، او د ناټو هیوادونه به اول له افغانستانه ووځي.

د امریکا مشهوره خبري مجله نیوز ویک د ډسمبر پر ۲۱ مه لیکي که څه هم امریکايي جنرالانو زیات کوښښ کاوه چي د افغانستان د جنګ په اړه د ټرمپ فکر بدل کړي، خو ټرمپ له اوله سره د افغانستان له جنګ سره مخالف وو. ټرمپ تل په مینځني خیتځ کي د امریکايي نظامي مداخلو مخالف وو، او مدام ئې هڅه کوله چي په بهرني ملکونو کي د امریکا نظامي مداخلې راکمي کړي. هغه په خپله کابینه کي ټول پخواني جنرالان برطرفه کړل،‌ او اوس وار د دفاع د وزیر وو.

نیوز ویک لیکي ځیني امریکايي نظامي کارپوهان باور لري چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل به افغان عسکر ځان بسیا کړي. خو د دې امکان هم سته چي طالبان لا تشویق کړي، او تهاجمي حالت غوره کړي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *