غزل / شاعر: فضل ولي ناګار – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل / شاعر: فضل ولي ناګار – افغان وطن

راز و رمز دی له جماله په لمانځه کې
حمد شو ځکه لا زواله په لمانځه کې

د ښایستونو ، رڼاګانو، لطایفو
رحمت ووري له جلاله په لمانځه کې

مغرور حسن پرې له کمه ټول شي کیف ته
څومره ښه ښکاري غزاله په لمانځه کې

د بنګړو په شرنګ سجده شوه سندریزه
موسیقي یې کړه حلاله په لمانځه کې

داودي نغمو ته تاو مړ ژواندی ذوق کړه
په آذان د وخت بلاله! په لمانځه کې

نه دی شرک، پرې یو په دوه شکستګي ده
لا چې راشي د چا خیاله په لمانځه کې

عرش بوسې کوي، احساس اوړي را اوړي
د کعبې له خړ دېواله په لمانځه کې

د ادم کیسه رنګینه په شیطان شوه
په نخرو راځه وباله! په لمانځه کې

پرېده سر ناګار د خدای په لمن کېدي
تا کړو بند د ز لفو جاله! په لمانځه کې

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *