غزل: سوله راروانه ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل: سوله راروانه ده

شاعر: احسان الله درمل

شنه ویالۀ دې پښو ته سره غاټوله! را روانه ده
شرنګ یې د پایزېبو راځي سوله را روانه ده

مړاوې ترهېدلې هیلې بیا نیسي لمن د زړۀ
ورکه رمه بیا شکر تر شپوله را روانه ده

لاس لنډ شه د لارې د اغزو چې ور اوږدېږي به
بس لکه غوټۍ پر ځان را ټوله را روانه ده

ته خو یې یې خبر د سهار ستوریه! دا رښتیا ده چې:
ورځ د شپه ځپلیو تر کهوله را روانه ده؟

ستوني مو په چیغو ناست دي، پټ پټ له خوښۍ ژاړو
ورا ده را روانه خو بې ډوله را روانه ده

ورکه مرغلره چې د وینو دریاب وړې وه
بیا د یو ملنګ تر مات کچکوله را روانه ده

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *