جهاد ته ولې ذروة سنام الاسلام ویل شوي؟ عجیبه نکته – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

جهاد ته ولې ذروة سنام الاسلام ویل شوي؟ عجیبه نکته – افغان وطن

لیکوال: بدرځلاند

په یو اوږد حدیث شریف کې ذکر شوي چې جهاد ذروة سنام الاسلام ده یعنې جهاد د اسلام کوَو (کوهان، کومی) ده،کوَو ( کومی) د اوښ په ملا او شا تیر کې هغه اوچت او لوړ ځای ته ویل کیږي

اوس پوښتنه داده چې جهاد خو یقینا غټ او مهم عبادت ده او په اسلام کې اوچته او لوړه مرتبه لري نو څه وجه ده چې جهاد ته یې د اوښ له کوَو سره تشبیه ورکړې ده حال دا چې اوچت شیان خو نور هم زیات دي؟

ځواب دا ده چې جهاد یې د اوښ له کوَو سره له دو وجهو تشبیه کړی ده

لومړی دا چې که د اوښ هر اندام کټ شي مثلا پښه یا لاس یا بل کوم ځای یې کټ شي نو د اوښ د ژوندي پاتې کیدو امکان وي، خو که کوَو (کومی) یې کټ شو بیا اوښ هرګز ژوندی نشي پاتې کیدلای

نو جهاد هم همداسې مثال لري که د اسلام هر رکن مثلا لمونځ، روژه، زکات، حج، ترک شي نو اسلام د له منځه تللو له خطر سره نه متوجه کیږي خو که جهاد ختم شو نو بیا دا نور ارکان د وخت په تیریدو سره بالکل باقي نشي پاتې کیدلی او خامخا ورو ورو له منځه ځي

دوهمه وجه د تشبیه هغه داده چې اوښ ته الله جل جلاله په خپل قدرت سره د هغه په سینه کې یو د اوبو مشک جوړ کړی ده چې هغه هر وخت له اوبو ډک ساتي او کله چې اوبه نه وي او اوښ تګی شي نو د هغه مشک څخه د ضرورت مطابق اوبه معدې ته پریږدي او له تندې سره مقابله کوي او ځان یو ځای ابادي ته پرې رسولی شي

همداراز د اوښ په کوَو کې الله جل جلاله دا طاقت ایښی ده چې کله وږی شي او د خوراک لپاره څه پیدا نکړي نو د هغه کوَو کرار کرار ویلي کیږي او د هغه معدي ته تقویت ترې حاصلیږي او د لوَګې له مرګه پرې بچ پاتې کیږي ، تر هغې چې یوې ابادي ته ځان ورسوي او یا د خوراک لپاره څه پیدا کړي

خو کله یې چې د کوَو چربي ختمه شي او د خوراک نور څه پیدا نکړي نو د اوښ هم نور طاقت ختم شي او مړ کیږي

همدارنګه جهاد د اسلام لپاره د یو قوت او قدرت منبع بلل کیږي، تر څو چې جهاد وي او مجاهدین په جهاد لګیا وي نو اسلام د له منځه تللو څخه ژغورل کیږي خو که کله جهاد ختم شو مجاهدین ورک شول نو بیا د اسلام باقي ارکان د کفارو له لوري کرار کرار یو یو تر پښو لاندې کیږي او اسلام له منځه وړل کیږي،

همدا وجه ده چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې «الجهاد ماض الی یوم القیامة» دا ځکه چې د اسلام بقا ، او د اسلامي بناؤ بقا تر جهاد پورې تړلې ده او جهاد یې د اوښ له کوَو سره مشابِه کړی ده چې له کوَو سره د اوښ زندګي تړلې ده

نن سبا که فکر وکړو په کومو هیوادونو کې چې کفارو د جهاد مخه نیولې ،هغه هیوادونه په لنډ وخت کې کفارو خپل مستعمره ګرزولي دي او هلته یې په قدم قدم د اسلام ټول احکام یو په بل پسې معطل کړي او اخر یې هغه اسلامي هیوادونه په کفري هیوادونو بدل کړي دي

لکه فیلپین وغیره هیوادونه چې سلګونه کلونه د اسلام پایتخت او د دین مرکزونه بلل کیدل او د وخت غټ غټ علماء او محدثین پکې روزل کیدل، خو اوس هلته د جهاد د بندولو وروسته هغه هیوادونه مکمل د کفارو تر تسلط لاندې شوي او د اسلامي احکامو نوم هم هلته اوس څوک نشي اخیستلی

کفار او شیطان طبعیته یهود اوس هر ځای په دې کوشش لګیا دي چې د اسلام دا عظیم الشان جزء له منځه یوسي او مجاهدین په یو او بل نوم بدنام کړي تر څو مسلمانان له جهاد سره نا اشنا کړي، او له جهاد او مجاهد څخه یې کرکه او نفرت پیدا شي، نو هغه وخت به دوی د اسلامي احکاماتو په له منځه وړلو کې کوم مشکل سره نه مخ کیږي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *