ناټو په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو ارقام په ډاګه کړي- افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ناټو په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو ارقام په ډاګه کړي- افغان وطن

افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو ارقام ښودلي دي

ناټو اړوند خبر کې ویلي، چې افغانستان کې د مېشتو بهرنیانو شمېر تر ۱۷ زرو پورې رسیږي

ناټو په یوه رسنیز کړې اعلامیه کې وایي، چې دغه هېواد کې ټول بهرني سرتېري ۱۶۹۱۰ تنه دي، چې تر ټولو ډېر امريکایان دي

پۀ اعلاميې کې ویل شوي، چې د دغو ارقامو له جملې څخه د امريکا ۸۴۷۵، د المان ۱۳۰۰، د انګلستان ۱۱۰۰، د ګرجستان ۸۷۰، د رومانيې ۶۹۳، د ترکيې ۵۰۱، د چک ۳۶۴، د پولينډ ۳۱۵ او د اسټراليا ۳۰۰ پوځیان دي

پخوا په افغانستان کې د مېشتو د بهرنیو ځواکونو شمېر په رسنیو کې ۱۰ زره ښودل کېدو خو دغې اعلامیې د بهرنیانو ارقام تر ۱۷ زرو کسانو وښودلو

همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *