غزل / شاعر: عصمت قانع – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل / شاعر: عصمت قانع – افغان وطن

کونړيه! زړه مې بل شاني غمګين دى
ته يې وګوره چې څرنګه خونين دى؟

د څپو رنګ چې دې ګورم خو تک سور دى
اوبه نشته دا خو زما د وينو سين دى

دا څه چاري چې په ماکيږي مخلوقه
د چنګيز او هلاکو مخ ورته سپين دى

سرنوشته! دا ته ولې نه بدلیږې
لاتر څو قتل عام هک زما پر جبين دى؟

خوشحال خانه! اورنګ هاغسي کافر دى
خوشحال خانه! مغل ها غسي لعين دى

د پښون د قتل عام اشر شروع دى
که د تاسو په رښتيا باندي يقين دى

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *