غزل / شاعر: عبدالهادي ( عطایي ملا) – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل / شاعر: عبدالهادي ( عطایي ملا) – افغان وطن

حُسن ولاړى اسماني سو ، مينه ژاړي غلبلې دي
ژر يې بت جوړ کړه فنکاره ، د ژوند خټي لا لندې دي

ما تصوير د يوه ښکلي په محراب کي ٶ ښخ کړى
فتنه ګري توبې غلا کړ، اوس لمونځونه بې قبلې دي

چي وهي سترګه بېباکه ، چي زبېښي شونډه بېواکه
دا و جنګ ته دانه اخلي ، که د سولي اشارې دي؟

نړول دي سوځول دي ، چورچپاؤ دی قتلول دي
دا غضب د نفرتونو ، که د مِهر کرشمې دي ؟

ځما په سترګوکى خمار دئ، تُشنه لب د څاڅکي حسن
ستا له سترګو مستي اوري ، د شرابو فوارې دي

پخوې غوټۍ د بنګو ، ايشوې خُم د شرابو
يه زما ساقي سور سترګې! په کتو کې دي لمبې دي

د زړه ښار کې خپور ظلمت دئ، زوړ زاهد شهوت شهوت دئ
ابليس سپور پر زمانه سو، زېږولي يې فتنې دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *