په محمد علیه السلام، د درود ویلو لس برابره بدله او عجیبه نکته! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

په محمد علیه السلام، د درود ویلو لس برابره بدله او عجیبه نکته! – افغان وطن

لیکوال: خامل وردګ
________________________

کافر ولید، پیغمبر علیه السلام ته د لیوني خطاب وکړ، چې اللّه تعالی یې د (القلم) په سورت کې یادونه او ځواب کړی. معتبر تفسیر: مدارکُ التنزیل، د همدې سورت په تفسیر کې داسې لیکي:

قالوا: لمّا عابَ الولیدُ النبیَّ کاذبآ باسمٍ واحدٍ، وهو مجنونٌ سمّاه اللّهُ تعالی بعشرةِ اسماءَ صادقآ؛ فان کان مِنْ عَدْلِه ان یَجزیَ المسئَ الی رسولهِ بعشرةٍ؛ کان من فَضله انَّ منْ صلَّی علیه واحدةً، صلّی اللّهُ علیه بها عشرةً! یعنې هر کله چې ولید په پیغمبر علیه السلام باندې د درواغو یوازې یو تور ولګاوو او لېونی یې ورته ووې؛ نو خدای پاک پرې د خپل نازولي بنده په انتقام کې لس ریښتیني ناوړه نومونه کېښودل! نو هر کله چې دا د خدای پاک د عدل تقاضاء شوه چې له محمد علیه السلام سره بدي کوونکي ته یو په لسه بدَه بدله ورکوي؛ نو خامخا به د خپل فضل له مخې له هغه سره نیکي کوونکي(درود ویونکي) ته هم لس برابره انعام ورکوي!

په حدیث شریف کې راځي: چاچې په ما یو ځل درود ووایه، اللّه تعالی به پرې لس درودونه ووایي.

هغه لس نومونه په لاندې ډول دي کوم چې ولید ته د اللّه له لوري اخیستل شوي:

حلّاف: ډېر قسم خوړنکی په دروغواورښتیاوو!
مَهین: سپک!
همّاز:عیب لګونکی، پیغورچي، غیبت چي!
مشّاء: ساعي بالفساد!
نمیم: چغلګر!
منّاعٍ للخیر: بخیل!
مُعتَد: له حده تیرېدونکی!
اثیم: ډېر ګناهکار!
عُتِلٍّ: سخت زړی، سخت مزاجه!
زنیم: حرمونی!!

نوموړی تفسیر پسې لیکي: د دې آییتونو له نزول وروسته، ولید خپلې مور ته راغی او زیاته یې کړه: محمد علیه السلام راباندې لس ټاپې لګولې، نهه دانې خو رښتیا راپکې دي؛ خو د دې یوې (حرموني) رښتینوالی مالومول د ما د علم کار ندی دا به ته راته وایې کنې وژنم دې! مور یې ورته کا: پلار دې عنین و، ماوې هسې نه چې میراث شي نو مې ځان ته یو شپون را وغوښت او ته د هماغه شپون زوی یې!!!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *