ګوګل کې د احمق په پلټلو سره د ”ډونالډ ټرمپ“ انځور را څرګندیږي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

ګوګل کې د احمق په پلټلو سره د ”ډونالډ ټرمپ“ انځور را څرګندیږي – افغان وطن

د نړیوال پلټونکي ماشین “ګوګل” اجراییه رييس “سندر پېچای” د امریکا د کانګريس یوې کميټې د استجواب لپاره ورغوښتی دی.

په کانګريس کې د کاليفورنيا ایالت استازې “زوی لوفګرن” له نوموړي څخه سپيناوی وغوښت، چې ولې په ګوګل کې د “احمق” لفظ په لټون سره د ټرمپ انځور را څرګنديږي.

هغې وویل: کله، چې ګوګل کې د انځورونو په برخه کې د احمق لفظ وپلټم؛ نو د ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” انځور را څرګنديږي.

د کانګريس غړیو له پېچاري وپوښتل؛ دا ولې او څه ډول کېږي؟ نوموړي یې په ځواب کې وویل، چې ګوګل په دغه کار او ترتیب کې هیڅ ډول لاس نه لري.

باید وویل شي، چې ټرمپ هم په تېره اګست میاشت کې پخپل یوه ټويټ کې په ګوګل تور پورې کړی وو، چې په ګوګل کې د ټرمپ خبرونه “ټرمپ نیوز” لپاره یوازې د دروغجن خبرونه راوړل کېږي او ګوګل په دغه کار کې ټګي کړې ده.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *