مطالعه څنګه … کله … او چیرته؟؟/ څلورمه برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

مطالعه څنګه … کله … او چیرته؟؟/ څلورمه برخه – افغان وطن

مطالعه

ليکوال: عبدالصمد شاکر

د مطالعې لپاره د کتابونو د انتخابولو په اړوند مولانا یعقوب رحمه الله د اشرف علي تهانوي رحمه الله په حواله د شاه ولي الله رحمه الله یوه خبره را نقل کوي، چې هغه به ویل: کله چې د کوم کتاب د کتلو اراده وکړئ؛ نو لومړی یې نوم وګورئ که چیرې یې نوم له اصلي منځپانګې سره سمون نه درلود؛ نو دغه کتاب پریږدئ او مه یې ګورئ، که یې نوم ورسره سمون درلود؛ نو بیا یې تمهید یا سریزه وګورئ که هغه د اصلي منځپانګې سره برابره نه وه؛ نو د دغه کتاب په کتلو باندې وخت مه ضایع کوئ؛ خو کله چې نوم او تمهید دواړه له اصلي محتوا سره برابر وو؛ نو بیا دغه کتاب در پورته کړئ او مطالعه یې کړئ.

د مطالعې لپاره د کتابونو په انتخابولو کې د استاد لارښونې هم اړینې دي؛ دا ځکه چې دا لار ښونې خورا زیاتې اغیزمنې تماميږي او په کار راځي؛ البته دا د هغه استاد لارښونې، چې د مطالعه کونکي ورباندې هر اړخیز اعتماد وي او استاد داسې شخص وي، چې د تندې په وخت کې د تږي انسان د خړبولو بشپړه وړتیا ولري. مفکر اسلام علامه علي ندوی رحمه الله فرمایي: مطالعه مو پراخه کړئ! او په هکله یې له خپلو استاذانو څخه لارښونې تر لاسه کړئ په خاصه توګه له خپل مربي الاصلاح (مرشد) او هغه استاد څخه چې تاسې ورسره ژوره اړیکه لری مشورې، لارښونې او سپارښتنې واخلئ.

دا ډول دا ډېره نرۍ لاره ده او په دغه نرۍ لاره تیریدل باید ډیر په غور او دقت سره وي او علامه ندوي په دې هکله وړاندې وايي: “دا یو پل صراط دی، چې ورباندې تلل باید ډیر په دقت او احتیاط سره وشي؛ ځکه همدا وجه وه، چې محمد علیه السلام د حضرت عمر رضی الله عنه په څیر ستر شخصیت د تورات له کتلو نه، چې اسماني کتاب هم دی او لوړه مرتبه لري منع کړ.

د مطالعې لپاره انتخاب ځکه اړین دی، چې د انسان ژوند محدود دی او نشي کولای، چې په ټولو موضوعاتو باندې احاطه وکړي؛ نو په کار ده، چې له هرې موضوع څخه لږ څه ځان خبر کړي، لکه نعیم صديقي لیکي: په لومړي قدم کې قران او حدیث او تر دوی پورې اړونده علومو باندې، چې څومره ممکن وي نظر لرل اړین دي، بیا د علیه السلام په سیرت او د صحابه کرامو په سیرت باندې نظر درلودل اړین دي او بیا د مطالعې هر لاروي ته په کار دي، چې څه نا څه د خپل هیواد، خپل قوم؛ بلکې له خپل تهذیب او ادبیاتو څخه واقف وي.

نور بیا …

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *