د مڼې پوستکی او د هغه ګټې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

د مڼې پوستکی او د هغه ګټې – افغان وطن

مڼه، چې د روغتیا ټولګه بلل کیږي او ډاکټران یې ناروغانو ته د زیات خوراک سپارښتنه کوي موږ یې پخپل ځای پریږدو او څه نه ورباندې لیکو؛ البته په دغه لنډ مطلب کې د مڼې د پوستکي په اړه تاسې معلومات در کوو.

روغتيا پوهانو د مڼې په پوستکي کې داسې کیمیاوي مواد موندلې، چې په خوراک سره یې د سرطان د ناروغۍ “خلیې” ډیرې زر له منځه ځي.

د هغوی په خبره د مڼې پوستکی له داسې کمياوي موادو څخه مالامال دی، چې خوراک یې د سرطان په څیر د وژونکو ناروغیو مخنیوی کولی شي.

دوی دا هم وایلي، چې د مڼې پوستکی په خپل ترکیب کې داسې مواد لري، چې د بدن معافیتي نظام (IMMUNE SYSTEM) بشپړ تقویه کوي او د ناروغیو په مخنیوي کې ښه رول لري.

دا ډول دوی ویلي، چې د مڼې په پوستکي کې د “اورسولیک اسیډ” په نوم مواد شتون لري، چې د وزن په کمولو کې مثبت اغیز کوي او د هغه ناروغانو لپاره، چې د زیات وزن له ناروغۍ څخه کړیږي ګټور تماميږي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *