د مشرانو د تواضع څو بیلګې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

د مشرانو د تواضع څو بیلګې – افغان وطن

لیکوال: عبد الصمد شاکر

هغه ته داسې مهال میلمه راځي، چې شپه له نيمې اوښتې ده، ډيوه مړه ده او میلمه د ډيوې په بلولو باندې اخته کیږي؛ خو دی اجازه نه ورکوي او میلمه ته وایي: ” ګرانه! له میلمه څخه خدمت اخیستل د کرم او شرف خلاف کار دي او دا له انسان سره نه ښایي”. میلمه ورته وايي: “زه خادم اوچتوم”. هغه ورته وایي: نه! خادم همدا اوس ویده شوی دی له خوب څخه را وچتول یې مناسب نه دي”. له هغې وروسته پخپله ولاړیږي او ډيوه بله وي، میلمه ورته وایي: ایا ته اوس هم دا کارونه پخپله کوي او حال دا چې ته د وخت خليفه او پاچا يې؟ هغه ورته وایي: زه مخکې عمر وم اوس هم عمر یم، په ما کې کوم کمښت نشته؛ البته په انسانانو کې غوره هغه څوک دی، چې د الله په نزد متواضع وي. سبحان الله! هو دا د وخت خلیفه او پاچا عمر بن عبدالعزيز وو. رضی الله عنه

د مروان د پاچهۍ دور دی او دی په مدینه منوره کې د هغه نائب دی، د لرګیو بنډل یې تړلی او په سر یې د مدینې منورې بازار ته را روان کړی دی، خلک یو بل ته وایې، لاره خلاصه کړئ، چې د مدینې منورې والي او د مروان نائب را روان دی، چې د لرګیو ګيډۍ یې په سر ده، تر څو یې دلته د مدينې منورې په بازار کې وپلوري. الله اکبر! هااا دا دوخت د باچا نائب ستر صحابي، محدث ابو هريرة وو. رضی الله عنه.

هغه د ښار په کوڅه کې يوازې روان دی، نه ور سره کوم باډیګارډ شته او نه هم کوم سرتیري، د خلکو په منځ کې پرته له کوم توپيره راهي دی، په یو لاس کې یې د غوښې ګوتۍ ده او د نورو عامو خلکو په څیر د خپل کور په خوا روان دی؛ خو په بل لاس کې یې د پاچاهانو دوره ده تر څو د خلکو په منځ کې ستونزې هوارې کړي او اصلاح یې وکړي؛ دا ځکه، چې د وخت خلیفه او پاچا دی. الله اکبر کبیرا! دا د وخت خلیفه او د نیمه نړۍ فاتح او پاچا عمر ابن الخطاب دی. رضی الله عنه

بازار کې ګرځي او لږه غوندې غوښه اخلي، څادر له مټ څخه را کوزوي او غوښه په کې تړي، د نورو عامو خلکو په څیر د خلکو په منځ کې روان دی، ملګري یې غوښتنه کوي، چې دا پيټي د راکړه موږ یې درسره وړو، هغه ځواب ورکوي دا پيټي کې، چې د چا د بچو خوراک وي؛ نو په کار دي، چې د هغوى پلار یې یوسي، تاسې نه مننه کوم زه یې وړلای شم. استغفر الله. دا د وخت خلیفه او پاچا حضرت علي دی. کرم الله وجهه.

پورته څو ټکي د اسلامي تاریخ له پاڼو څخه زموږ د مشرانو د تواضع په هکله له سمندر څخه د یو څاڅکي اوبه را اوچتولو په څیر دي، که د اسلامي تاریخ پاڼې لږې هم وکتل شي؛ نو د هغوی د تواضع اړوند په زرهاوو داسې بيلګې په کې شته، چې عقل حیرانوي او انساني تصور د فکر په بې پیانه سمندر کې غوپه کوي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *