د لورانو پرورش کۀ جنت ته تګ؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

د لورانو پرورش کۀ جنت ته تګ؟ – افغان وطن

لیکنه: ساجد امان

خوږ پېغمبر وفرمایل:
چا چې د دوه لوڼو(لورګانو) صحیح تربیت وکړ زۀ او هغه به پۀ جنت کې داسې یوځای یوو(نبي علیه السلام خپلې دوه ګوتې ”د شهادت او منځنۍ“ یو ځای کړه) (الحدیث)

پۀ هغه زمانه کې چې لوڼه شرم بلل کېدې او ژوندۍ ښخې دې، د نړۍ ستر انسان محمد عربي صلي الله علیه وسلم راغی، ویې ویل:
اې د لوڼو ژوندي خښونکو!
زما لور فاطمه زما د ځیګر ټوکړه(ټوټه) ده.

د لور دومره ستر مقام دی چې پۀ پرورش او پالنه یې انسان ته جنت حاصلېږي او بیا پۀ جنت کې د خوږ پېغمبر تقرب پرې ترلاسه کېږي چې دا د هر مومن ارمان دی

لۀ بده مرغه زموږ ټولنه کې د لور پۀ پیدایښ خلک ویرونه کوي، ژاړي، ځان بدبخته بولي حتی ځینې خو لۀ خدایه شکایت کوي

خو دوی نۀ دي خبر چې خدای د نعمتونو خزانه ور پۀ برخه کړه

پۀ عربۍ کې د (بدرنګوالي، یا غربت یا پۀ بل سبب) طلاق شوې ښځې ته ”اِمراةٌ مردودَ“ وایي، دغه ښځه چون خسرګنۍ یې وشړي نو ټول عمر د خپل پلار پۀ در تېر کړي، حدیث کې راځي کله چې د قیامت پۀ ورځ د دغسې ښځې پلار دوزخ ته بیایي نو دا لور به د خپل پلار پۀ پلوۍ وایي
یه مالکه! نه دې عقل راکړو نه دې شکل راکړو، خسرګنۍ وشړلم او خاوند قبوله نکړم، همدغه پلار مې و چې مزدورې یې کوله او زما کفالت یې کاوۀ نن به زۀ دا هېڅ جهنم ته پرېنږدم چې لاړ شي، رحیم ذات به د دې جنۍ پلار د دې پۀ سفارش معاف او جنت ته داخل کړي

ایا اوس هم څوک شته چې د لور پۀ پیدایښ به خفه کېږي او خپل جنت کې به لغتې وهي؟

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *