خلیلزاد کابل کې ولسمشر غني ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

خلیلزاد کابل کې ولسمشر غني ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي – افغان وطن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیل زاد د پاکستان له سفر وروسته کابل ته راغلی ده او له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې کتلي دي

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد افغان ولسمشر ته د پاکستاني چارواکو سره د لیدلو کتلو په اړه معلومات ورکړل

خلیزاد افغان ولسمشر ته ویلي چې د افغان سولې په اړه یې له پاکستاني صدراعظم عمران خان او شاه محمود قریشي سره ګټورې خبرې کړي او دغه هیواد د افغان سولې په اړه د هر رنګه مرستې ډاډ ورکړی

ویل کیږي چې خلیلزاد په ارګ کې د افغان ولسمشر په شمول د هیواد له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمیر نورو چارواکو سره هم کتلي دی

افغان ولسمشر هم خلیل زاد ته ویلي چې د سولې مشترکې هلې ځلې به د یوه دومداره او باعزته سولې لپاره لاره هواره کړي

د ارګ په خبر پاڼه کې ویل شوي چې افغان ولسمشر امریکایي استازي ته د ژینوا کنفرانس په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په یاد کنفرانس کې یې خپل دولس کسیزه مذاکراتي ډله هم اعلان کړه

دا په داسې حال کې ده چې د یادې افغان مزاکراتي ډلې ځینو غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی سره تر اوسه هیچا هم په دې اړه رابطه نه ده کړې او نه دوی ته کوم رسمي مکتوب د افغان دولت له لوري رسیدلی ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *