د پارلماني ټاکنو په درغلیو کې فیسبوکیان ملامت شول – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

د پارلماني ټاکنو په درغلیو کې فیسبوکیان ملامت شول – افغان وطن

د ټاکنو د شکایاتو اوریدلو کمیسیون غړو نن په کابل کې پریکړه وکړه چې ددغه ولایت ټاکنې له درغلیو ډکې او د پاکو او ناپاکو رایو شمیرنه ستونزمنه وه نو ځکه یې د کابل ولایت د پارلماني ټاکنو ټولې رائې باطلې اعلان کړې

د ټاکنو د شکایاتو د اوریدلو کمیسیون ویلي چې څه باندې درې زره شکایتونه د کابل ولایت د ټاکنو په بهیر کې دوی ته رسیدلي وو چې له امله یې ۷۰ څخه تر ۸۰ فیصده رایې ناقانونه وې او د یاد کمیسیون له لورې تر ارزونې وروسته د دې ولایت ټولې رایې باطلې اعلان شوې

د ټاکنو د شکایاتو اوریدلو کمیسیون په دې اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ۲۵ هغه موارده په ګوته کړي دي چې له امله یې دغه کمیسیون د کابل ولایت رایې باطلې اعلان کړي

خو نن ناوخته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ادارې له لوري د شکایاتو د کمیسیون په پریکړه توند غبر ګون وښودل شو

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد ویلي چې د شکایاتو کمیسیون د موجه دلایلو په نه شتون کې دغه پایلې باطلې اعلان کړي دي

نوموړي ویلي چې د شکایاتو کمیسیون چې دوی ته کوم ۲۵ موارد په ګوته کړي حقیقت نلري او دغه موارد اکثره فیسبوکي موردونه دي چې د هیڅ اعتبار وړ نه بلل کیږي

د تاکنو د خپلواک کمیسیون مشر بدیع صیاد د ټاکنو په درغلیو کې په داسې مهال فیسبوکیان ملامت بللي چې د شکایاتو د اوریدلو کمیسیون د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء پر رئیس احمدشا زمانزي او ددغه کمیسیون په څلورو نورو غړو هم د پراخو درغلیو تورونه لګولي او له یاد کمیسیون یې ددوي د ګوښه کولو جدي غوښتنه کړې ده

د صیاد د خبرو په غبرګون کې د شکایاتو د اوریدلو کمیسیون ویلي چې د کابل ولایت د رایو د باطلولو پریکړه نهایې ده او خامخا به عملي کیږي

د کابل ولایت په ولسي جرګه کې ۳۰ چوکۍ لري چې نهه پکې د ښځو لپاره ځانګړې شوي دي
او د یادو چوکیو لپاره د کابل ولایت څخه ۸۰۰ کسانو ځانونه نوماندان کړي وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *