فراه کې د طالبانو په زندان ډرون حملې ۴ حقوقي بندیان وژلي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

فراه کې د طالبانو په زندان ډرون حملې ۴ حقوقي بندیان وژلي – افغان وطن

Air Force officials are seeking volunteers for future training classes to produce operators of the MQ-1 Predator unmanned aircraft. (U.S. Air Force photo/Lt Col Leslie Pratt)

له فراه ولایت څخه راپورونه وایي چې ددې ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو په یوه زندان باندې امریکایي ډرون طیارو بمبار کړی او څلور تنه بندیان پکې وژل شوي دي

امریکایی ډرون طیارو دغه برید تیره ورځ مازدیګر ۴ بجې د خاک سفید ولسوالۍ ته څیرمه سیمه کې تر سره کړی ده

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې امریکایي ځواکونو خپل سرو هوایي بریدونو ته زور ورکړی چې څه موده مخکې یې په لغمان کې درې تنه زنانه چې پر لاره روانې وې وویشتلې او همدارنکه تیره ورځ یې په پکتیکا مرکز ښرنه کې د دغه ولایت د حج اقافو ریاست یو تن دولتي مامور ذبیح الله جلالي چې په موټرسایکل سپور وو ویشتلی وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *