خلیلزاد له افغان چارواکو سره تر لنډې لیدنې وروسته مسکو ته لاړ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

خلیلزاد له افغان چارواکو سره تر لنډې لیدنې وروسته مسکو ته لاړ – افغان وطن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد نن په کابل کې له افغان چارواکو سره تر لنډې لیدنې وروسته مسکو ته وخوځیده

په کابل کې د امریکا سفارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې زلمی خلیلزاد نن له اسلام اباد څخه کابل ته راغی او له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره تر لنډې لیدنې وروسته مسکو ته روان شو

د امریکا د سفارت په بیانیه کې راغلي چې خلیلزاد افغان چارواکو ته د پاکستان د سفر په اړه جزئیات وړاندې کړل

په بیانیه کې راغلي چې خلیلزاد به په مسکو کې له روسي چارواکو سره تر لیدنې وروسته د سیمې نورو هیوادونو بلجیم قطر متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي

خلیلزاد د افغان سولې په تړه خپل دریم سفر پیل کړی او په دغه لړۍ کې یې لومړی سفر اسلام اباد ته تر سره کړو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *