نیکولاس کای په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ټاکل شوی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

نیکولاس کای په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ټاکل شوی – افغان وطن

په کابل کې د برتانیا هیواد سفیر نیکولاس کای په افغانستان کې د ناټو هیوادونو د ادارې له خوا د ناټو ملکي استازي په توګه ټاکل شوی ده

د نوموړي د ټاکنې اعلان د ناټو هیوادونو مشر ینس سټولټنبرګ پرون د بلجیم په پایتخت بروکسل کې د ناټو هیوادونو د وزیرانو په غونډه کې وکړو

نیکولاس کای به په افغانستان کې د ناټو هیوادونو او افغان دولت تر منځ اړیکې ټینګوي او د غوڅ ملاتړ د بریالیتوب په موخه به په افغانستان کې کار کوي

د ناټو هیوادونو د غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د تعلیم او مشورو ورکولو او د وسلوالو طالبانو پر خلاف جګړو کې مرسته او ملاتړ کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *