ایټالیا: دتیلو پمپ کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

ایټالیا: دتیلو پمپ کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده – افغان وطن

د ایټالیا دولتي رسنۍ وایي چې ددغه هیواد پایتخت روم سره خواکې د تیلو په یو پمپ کې چاودنه شوې او وروسته اور لګیدلی ده چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان دي

سیمیزې رسنۍ وایي چې دغه چاودنه د روم سره نیږدې سالاریا سیمه کې د تیلو په یو پمپ کې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د تیلو ټانکر د تیلو په ذخیره کې تیل خالي کول

په سیمه کې د اطفائېې ادارې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په وژل شویو کسانو کې یو تن د اطفائیئ کار کونکی هم شامل ده

له چاودنې وروسته اور لګیدنه رامنځ ته شوې چې د اطفائیې د ادارې په وینا قابو کولو یې څو ساعته وخت واخیست

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *