اسلام، ژوندی، محرّک او شوخ دین دی! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

اسلام، ژوندی، محرّک او شوخ دین دی! – افغان وطن

لیکوال: خامل وردګ
______________________________
هغوی_ چې د اسلام په نوم هر تحریک او ډلې ته استخباراتي ابعاد ورکوي_ اصلآ، اسلام یو داسې انفرادي دین بولي چې ګواکې د هر فرد تر شخصي محیط او هغه هم تر یو څو تعبُّدي مراسمو پورې منحصر دی! د دوی له اسلام نه برداشت ډېر منفي او له واقعیته لېرې ښکاري؛ دوی ګومان کوي چې اسلام یو داسې مړ، بې جذبې، بې حماسې، بېغرته او غیر مقتضي دین دی چې، له خپلو پیروانو نه هېڅ هم نه غواړي؛ حالنکې اسلام هغه شوخ، ژوندی، محرّک، پارونکی او جوړونکی دین دی چې له هغو وحشي، بېکاره او لټُو عربانو نه یې داسې یو قوم جوړ کړ چې څه باندې۱۲سوه کاله یې ټولې نړۍ ته تهذیب، اخلاق، علوم او د ژوند اړوند ټول فنون ور وښودل! د همدې فعّال او خوځنده اسلام جذبه وه چې پیروانو یې د اروپا په شمول څو براعظمه، سوونه کاله تر خپلې سلطې لاندې، داسې وساتل چې د ژوند په هره برخه کې یې د ترقۍ، رفاه او لیاقت علامې او یادګارونه اوس هم د هغوی د روښانه دورې کیسې کوي!

نو مطلب مې دا و چې دا څنګه امکان لري چې نَنَني استخبارات دې دومره محرّک او فعال شي چې هر څه او هره ډله دې د دوی پیداوار وبلل شي؛ خو څوارلس سوه کلن اسلام دې بیا دومره مړ او پړ شي چې پدا دومره پراخه ځمکه دې هېڅوک هم ونلري!!؟

اې کور شادو! دا استخباراتي زمانه بیخي وه نه؛ خو د دې دین په پلوۍ ډلې وې چې د همدې دین لپاره جنګېدې او که همدا نن استخبارات نه وي هم؛ خو دا اسلامي تحریکونه به وي!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *