غزل / شاعر: عبدالباري جهاني – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل / شاعر: عبدالباري جهاني – افغان وطن

زکندن به مي پلمه سي تر پوښتني به مي راسې
د رقیب زړه به ناصور سي یوه شپه به را پخلا سې

زما او ستا کیسه به ګرځي له بوډا سره په شپه کي
زه به نکل د مجنون سم ته به حُسن د لیلا سې

زلمیتوبه لېونتوبه څوک دي پوه په ژبه نه سول
د نسیم په رسم راسې د شبنم په دود پنا سې

لکه خوب د مور په غېږ کي څو خوږې لنډي شېبې وې
تور وېښته دي چیري یووړل سپیني ږیري نیمه خوا سې

د ځوانۍ په یوه شپه مي ټول باقي ژوند ورکومه
چا ښرا وه راته کړې چي سپین ږیری سې بوډا سې

ژونده ځه مخته دي ښه سه دا زړې ورځي درنیسه
پر لکړه زګېروی یوسه د رنځورو شپو په شا سې

ځه پرهاره ځوانیمرګه د ځوانۍ د میني درده
زه دي پټ په زړه کي پایم ته لمبه غوندي رسوا سې

پر نغمه به دي تاویږي جهاني د غزل توري
نیم به ذکر د مطرب یې نیم به رقص د مینا سې.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *