کندهار: په دامان کې پر امریکایي ټانک ماین چاودنه شوې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان

کندهار: په دامان کې پر امریکایي ټانک ماین چاودنه شوې – افغان وطن

نن چهار شنبه سهار په کندهار ولایت کې پر امریکایي عسکرو د ماین زورور انفجار شوی دی

تر دا مهاله لا د دغه پېښې اړوند امریکایي او افغاني چارواکو خبر نه دی رسنیز کړی

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د دغې پیښې پخلی کړی

طالب ویاند پر خپل ټوېټر ادرس لیکلي، چې نن سهار د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ اړوند کندهار هوایي ډګر ته نژدې د امریکایي عسکرو په زغره وال ټانک قوي انفجار ترسره شوی دی

نوموړی وایي، په نتیجه کې یې ټانک مکمل تخریب شوی، ورکې سپاره ګڼ عسکر وژل شوي او څو نور ټپیان ژوبل دي

همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *