حسناجلیل د کورنیو چارو وزارت د پالیسي جوړونې معینه ټاکل شوې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

حسناجلیل د کورنیو چارو وزارت د پالیسي جوړونې معینه ټاکل شوې – افغان وطن

د کانونو او معدن وزارت د پلان او پالیسي جوړولو پخوانۍ مشره حسنا جلیل د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پالیسي جوړونې په چارو کې مرستیاله وټاکل شوه

حسنا جلیل ۲۶کاله عمر لري او په کابل کې یې د امریکایي پوهنتون څخه په اداري برخه کې ماسټري ترلاسه کړې ده

د افغانستان د داخله چارو وزارت د پالیسۍ جوړولو ادارې د مرستیالي په اړه د حسنا جلیل ټاکل کیدو په ټولنیزو شبکو کې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي

زیاتره افغانانو ددې عمر ته په کتلو سره د یادې دندې لپاره د آغلې ټاکل کیدل د تعجب وړ بللي دي

په داسې حال کې چې د افغان دولت په اکثره ادارو کې د غیر مناسبو او غیر مسلکي کسانو ګمارل د دولت د اداري چارو د نیمګړتیا او د قانون تر پښو لاندې کیدو سبب شوي دي

خو حسنا جلیل له امریکاغږ سره په خبرو کې ویلي چې نوموړې به د چا اعتراضونو ته غوږ و نه نیسي او له نارینه ؤ څخه به په ښه توګه خپله دنده اجراء کړي

آغلې حسنا زیاته کړې چې نوموړې د افغان ښځینه وو په نماینده ګۍ چې د ټولنې سم نیمایي برخه تشکیلوي خپل خدمت تر سره کوي

آغلې جلیل په داسې مهال د کورنیو چارو وزارت کې په دنده ګمارل شوې چې په دې ورستیو کې د افغان ښځینه لوبغاړو او ښځینه دولتي مامورینو د جنسي او فزیکي زورونو راپورونه د خبرونو سر ټکي شول او افغان ولسمشر یې په هکله توند غبرګون ښودلو ته اړ کړو

د حسناجلیل د کورنیو چارو وزارت د پالیسي جوړونې لپاره معینه ټاکنې، په وړاندي په سوشل میډیا کې پراخ غبرګونونه را پارېدلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *