د پکتیکا د حج او قافو ریاست یو مامور باندې ډرون حمله شوې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

د پکتیکا د حج او قافو ریاست یو مامور باندې ډرون حمله شوې – افغان وطن

Air Force officials are seeking volunteers for future training classes to produce operators of the MQ-1 Predator unmanned aircraft. (U.S. Air Force photo/Lt Col Leslie Pratt)

د پکتیکا ولایت چارواکي وایي چې تیر مازدیګر ددې ولایت مرکز ښرنې اړوند” بندسرده “په سیمه کې امریکایي ډرون الوتکو پر دو موټر سایکل سپرو کسانو برید کړی او دواړه یې وژلي دي

د پکتیکا د امنیه قومنداني ویاند ”شامحمد ارین “ رسنیو ته ویلي چې په دغه برید کې د پکتیکا د حج اقافو ریاست یوتن مامور ”ذبیح الله جلالي“او یو بل تن ملکي کس وژل شوي دي

نوموړي زیاته کړې چې تر اوسه دا نه ده معلومه چې بې پیلوټه الوتکې ولې د حج اوقافو ریاست کارکونکی په نښه کړی ، او نه تر اوسه د پکتیکا دولتي چارواکو له امریکایي ځواکونو په دې اړه کومه پوښتنه کړې ده

شامحمد ویلي چې د بند سرده سیمه د وسلوالو طالبانو تر کنترول لاندې ده ممکن چې خارجي ځواکونو په نوموړي د طالب ګومان کړی وي او ویشتلی یې وي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *