ننګرهار: د انعکاس تلویزیون مشر انجینر زلمی تښتول شوی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

ننګرهار: د انعکاس تلویزیون مشر انجینر زلمی تښتول شوی – افغان وطن

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د انعکاس تلویزیون مشر او مؤسس انجینر زلمی تیرماښام ۶ بجې د جلال اباد ښار په زړه کې د نامعلومو وسلوالو له لوري تښتول شوی ده

انجینر زلمۍ د جلال اباد ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې دده د ساتونکي له وژل کیدو ورسته تښتول شوی ده

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي هم پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه یې د موندلو لپاره هڅې کوي

د خوګیاڼي په وینا نوموړی داسې مهال تښتول شوی چې په یوه سټور کې یې سودا اخیستې وه او خپل موټر ته ختلو چې وسلوالو یې ساتونکی وژلی او نوموړی یې بل موټر ته په وهلو وهلو پورته کړی ده

د انجینر زلمي خپلوان وایي چې زلمۍ څنګه د ښار له زړه څخه تښتول کیږي حال دا چې هلته په سیمه کې پولیس هم موجود وو او زلمۍ زیاتې نارې او بغارې کړې وې خو چا یې د تښتولو مخه نه ده نیولې

د ننګرهار ولایت خبریالانو هم یوه بیړنۍ غونډه کړې ده او له حکومت څخه یې جدي غوښتنه کړې چې د انجینر زلمي لوری معلوم کړي او زر تر زره یې د تښتونکو له منګولو را خوشې کړې

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *