زلمۍ خلیلزاد اسلام اباد ته رسیدلی ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

زلمۍ خلیلزاد اسلام اباد ته رسیدلی ده – افغان وطن

د پاکستان د بهرنی چارو وزارت ویاند تائید کړې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دغه هیواد ته رسیدلی ده تر څو ددغه هیواد له مشرتابه سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې وکړي

خلیلزاد په داسې حال کې له پاکستاني مشرتابه سره لیده کاته کوي چې نوموړی له پخوا راهیسې له دغه هیواد سره ساړه روابط لري

تر دې وړاندې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټړامپ هم د پاکستان صدراعظم عمران خان ته یو لیک استولی وو او له هغه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې پروسه کې له امریکا سره همکاري وکړي او وسلوال طالبان سولې ته حاضر کړي

ډونالډټرمپ عمران خان ته لیکلي چې افغانستان زما تر ټولو مهم سیمیز لومړيتوب ده او پاکستان باید ددغه هیواد په سوله او ثبات کې ونډه واخلي

ویل کیږي چې خلیلزاد به د افغانستان او پاکستان په شمول تاجکستان،ترکمنستان،ازبکستان، بلجیم ، قطر، او عربي متحده ایالاتو ته هم سفرونه وکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *