طریقت او جهاد، د شریعت دوه ګوني خادمان او پخپلو کې یې اړیکه! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

طریقت او جهاد، د شریعت دوه ګوني خادمان او پخپلو کې یې اړیکه! – افغان وطن

لیکوال: خامل وردګ
____________________________

سعديِ شیرازي په بوستان کې داسې وایي:

قدم باید اندر طریقت، نه دَم
که اصلی ندارد، دمِې بی قدم

(په طریقت کې عمل ضرور او معتبر دی؛ ځکه چې بې عمله خبرې هېڅ معنا نلري)
==================

بصدقُ و ارادت، مِیان بسته دار!
زِطاماتُ و دعوی، زبان بسته دار!

(په رښتیا او کلک هوډ سره عمل ته ملا وتړه!
د نظري تصوُّف تشې خبرې او غټې، غټې دعوې مکوه!)
=====================

طریقت، بجُز خدمتِ خلقُ نیست.
به تسبیحُ و سجّاده و دلقُ نیست.

(طریقت یوازې دا ندی چې تسپې په لاس کې واخله، چوپانه واغونده او په جای نماز کېنه؛ بلکې په خالص نیت د خلکو خذمت یې اصلي مقصد دی.( بوستانِ سعدي)
____________________________________

طریقت اصلآ، د شریعت عملي مکتب دی او له شریعت سره یې اړیکه هم په همدې ټکي را څرخي؛ د تصوف ټول اشغال، اذکار، اوضاع د دې لپاره دي تر څو د دوی په برکت ظاهرآ او باطنآ په شریعت باندې عمل کول آسانه شي_البته دا بیابېل بحث دی چې دا اشغال څنګه او ولې دې مقصد ته مُفضي کیږي؟ پدې به بیا بل وخت مستقله لیکنه کوم_ بهرحال، طریقت هېڅکله او له هیچاسره هم، تش په چپنو، تسبو، د نظري تصوف د مغلقو اصطلاحاتو او مضامینو په بیانولو، او لیکنو قناعت نکوي او د ژوند تر پایه پورې په مسلسله توګه د خپلو لارویانو د عملي اَوج او عروج غوښتونکی دی.

شریعت، هم د انسان په انفرادي او هم په اجتماعي_سیاسي ژوند کې د برلاسۍ مقتضي دی، چې بیا یې د دوه ګونو خادمانو په توګه، طریقت د لومړۍ او سنګر د دوهمې تقاضا اجابت او کفالت په غاړه لري. په همدې بنیاد، یوازې او یوازې د طریقت هغه دعوا دارن رښتینې وګڼئ چې له جهاد سره بوجهٍ من الوجوه مربوط وي؛ ځکه پداسې حال کې چې جهاد د دین په اعمالو کې هغه جګه څوکه ده چې ټول دین ترې خړوبیږي؛ نو څنګه کېدیشي د دین د عملي مکتب شاګردان او استاذان دې د دې جلیل القدره عمل نه مطلقآ متقاعد وي؟!

بناء که مو ارشادي بیعت کاوو؛ نو په عملي مجاهد پیر پسې به ګرزئ! کنه نو فقط هغه مرشد به مو انتخاب وي چې کم له کمه د جهاد او مجاهد زباني او اخلاقي تایید ته یې کار ویلی وي او د متعلقینو غالبه برخه یې علماء او مجاهدین وي.

ولاتکن ثالثآ فتهلک!!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *