طالبان ناټو ته: له افغانستانه ستاسو وتل حتمي دي! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

طالبان ناټو ته: له افغانستانه ستاسو وتل حتمي دي! – افغان وطن

وسلوالو طالبانو د ناټو د ویاند “ینس ستولتنبرګ” د افغانستان په اړه وروستۍ څرګندونو ته غبرګون ښودلی

ستولتنبرګ تیره ورځ د ناټو د وزیرانو په غوڼډه کې له ژورنالیستانو سره په خبرو کې ویلي وو، چې ناټو به له افغانستانه ونه وځي

د نوموړي په خبره چې، ناټو ته له افغانستانه وتل تر پاته کیدو په ګرانه بیه تمامیږي؛ نو نه وځي

د وسلوالو طالبانو ویاند ” ذبیح الله مجاهد” د ناټو د ویاند دې څرګندونو ته له ګواښه ډک غبرګون ښودلی

مجاهد وایي، چې له افغانستانه د ناټو او امریکایي ځواکونو وتل حتمي دي او په وینا یې، زموږ مبارزې ټولې نړۍ ته وښوده چې افغانان په هیڅ صورت په خپل هیواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور نشي منلای

طالب ویاند هغه خبرې هم رد کړي، چې ګواکې له افغانستانه نورو هیوادونو ته تهدیدونه متوجه دي او وایي، چې د دغې موضوع اړوند غلط معلومات خپرول د دې جګړې د اوږدیدو باعث ګرځیدلي

دی وایي: ” له افغانستان څخه د نورو هیوادونو لپاره د تهدید تصور هيڅ واقعیت نه لري، افغانانو نه د چا په ضرر ګام اخیستی، نه يې د نورو هیوادونو په مسائلو کې مداخله کړې او نه يې هم له دې وروسته اراده لري.
له دغې موضوع څخه تبلیغاتي استفادې او د غلطو معلوماتو خپرولو، روانه جګړه تر اتلسو کلونو پورې وغزوله، ناټو او امریکا يې له نړیوالې رسوايۍ او شکست سره مخ کړل، نور باید دغه غلطه فرضیه تغیر وکړي او حقائق ومنل شي”

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په افغانستان کې نظام جوړونه خپله د افغانانو کار دی، او په وینا یې چې هیڅ کوم بهرنی قوت حق نه لري چې په دې کې مداخله وکړي

باید وویل شي، چې وسلوالو طالبانو د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس څرګندونو ته هم له غصې ډک غبرګون ښودلی وو

نوموړي ویلي وو، چې امریکا د افغانستان قضیه حل کول غواړي خو خپل سرتیري له افغانستانه نه وباسي، چې په غبرګون کې یې وسلوالو طالبانو ویلي وو: ” موږ کلک تصمیم لرو چې تاسو به له افغانستانه وباسو”

د وسلوالو طالبانو له لوري د ناټو او امریکایي چارواکو څرګندونو ته دا غبرګونونه په داسې حال کې ښودل کیږي، چې د دې ډلې او امریکا تر منځ د خبرو اترو جریان هم پیل شوی دی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *