د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې ده – افغان وطن

د سرپل ولایت امنیتي چارواکي وایي چې تیره شپه وسلوالو طالبانو د صیاد ولسوالۍ په مرکز پراخ بریدونه پیل کړل چې د شپې تر ۱۱ بجو پورې یې دوام درلود

د سرپل ولایت د والي ویاند ”ذبیح الله اماني“ رسنیو ته ویلي چې په دغه برید کې د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالمالک نظامي له دوو تنو ساتونکو سره وژل شوی ده

بل لور ته د صیاد ولسوالۍ ولسوال ”حیات الله حیات“ ویلي چې په یاده نښته کې د ملي اردو درې تنه سرتیري او ۷ تنه طالبان وژل شوي دي

وسلوالو طالبانو هم د یادې جګړې پخلی کړی او ویلي یې دي چې تیره شپه یې د صیاد ولسوالۍ په مرکز له څو لوریو بریدونه کړي او د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندان په شمول یې ګڼ شمیر افغان سرتیري وژلي دي

وسلوالو طالبانو زیاته کړې چې په یادو بریدونو کې یې د افغان سرتیرو ۵ پوستې نیولي او د یادو پوستو اسلحې او تجهیزات یې له ځانه سره وړي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *