د کابل شهرنو کې نښته ۲۴ ساعته وروسته پای ته ورسیده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

د کابل شهرنو کې نښته ۲۴ ساعته وروسته پای ته ورسیده – افغان وطن

د کابل ښار شهرنو سیمه کې د حاجي یعقوب څلور لارې سره تیره ورځ د افغان پولیسو او د تمیم شنسب تر منځ د یو کور د تخلیه کولو پر مهال نښته پیل شوه چې ۲۴ ساعته یې دوام وکړ

یاده نښته هغه مهال پیل شوه چې افغان پولیس د یور د تخلیه کولو په موخه سیمې ته ورغلل

د امنیتي چارواکو په وینا چې دغه کور د یو کس وو او تمیم شنسب په زور غصب کړی وو او دعوه یې محکمې ته تللې وه

محکمې د یاد کور د تخلیه کولو حکم کړی وو خو کله چې پولیس سیمې ته ورسیدل د تمیم سنسب او د هغه د ساتونکو له لوري پرې ډزې وشوې او د دواړو لوریو تر منځ نښته رامنځ ته شوه

په دغه نښته کې چې ۲۴ ساعتونو ته وغزیده یو افغان پولیس وژل شوی او د یو خبریال او د پولیسو د چټک غبرګون ریس په شمول شپږ ته پولیس ټپیان شول

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي چې یاده نښته د تمیم شنسب او د هغه د اتلس تنو ملګرو او پنځلس میله اسلحو په نیولو پای ته ورسیده او پولیس یاد کور ته داخل شوي دي

ویل کیږي چې تمیم شنسب د یوې امنیتي کمپنۍ مشر او د حامد کرزي د وخت دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ له نیږدې کسانو شمیرل کیږي خو رحیم وردګ په یاده پیښه کې لاس لرل رد کړي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *