ښایي طالبان له امریکا سره د سولې مذاکرات ودروي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

ښایي طالبان له امریکا سره د سولې مذاکرات ودروي – افغان وطن

یوې پټې سرچینې د طالب چارواکو له قوله ویلي دي چې ښایي طالب چارواکي د سولې روان بهیر وځنډوي

یادې سرچینې ویلي چې طالب چارواکي د امریکایانو له لوري د ورستیو ملکي عام وژنو ، ړندو بمباریو او چاپو په غبرګون کې په دې غور کوي چې له امریکا سره روان مذاکرات وځنډوي

د یادې سرچینې په حواله ښایي چې وسلوال طالبان په دې اړه ډیر ژر خپل رسمي دریځ څرګند کړي

داخبره داسې مهال راڅرګنده شوې ده چې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه دریم ځل د هیوادونو سفر پیل کړی ده

تر اوسه د طالبانو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *