فراه کې ۹بهرنیان او دوه ژباړونکي وژل شوي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

فراه کې ۹بهرنیان او دوه ژباړونکي وژل شوي – افغان وطن

د فراه ولایت څخه راپورونه وایي چې د وسلوالو طالبانو په یوه توغندیز برید کې چې ددې ولایت په مرکز کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي اډه تر سره شوی ۹تنه بهرني سرتیري او ددوی دوه ژباړونکي وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي

په دې هکله د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیږل شوي خبر کې ویلي چې نن سهار لس نیمې بجې یې د فراه ولایت مرکز کې د امریکایي ځواکونو په اډه ګڼ شمیر توغندي ویشتلي

د احمدي په وینا یاد توغندي داسې مهال ویشتل شوي چې بهرني ځواکونه د خپلو بلاکونو مخې ته په تمریناتو بوخت وو

نوموړي زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې د ورستیو معلوماتو له مخې ۹ تنه بهرنیان ددو ژباړونکو په شمول وژل شوي او یو شمیر نور ژوبل شوي دي

تر اوسه افغان دولت او بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي

دا برید په داسې حال کې تر سره شوی چې نن د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې هم د امریکایي ځواکونو یوه چینوک هلیکوپتره لویدلې چې طالبان یې د ویشتلو او په کې د سپرو کسانو د وژلو ادعا کوي خو ناټو ځواکونو یاده پیښه تخنیکي ستونزه بللې او ویلي یې دي چې په یاده طیاره کې چاته مرګ ژوبله نه ده رسیدلې

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *