څرنګه سي ای ې (سیا) زما پلار راقتل کړ؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

څرنګه سي ای ې (سیا) زما پلار راقتل کړ؟ – افغان وطن

هاجره همتیاره یوه افغانه مېرمن ده. هغه اوس د کابل په یوه کلي کي معلمه ده. مېرمن هاجرې د نومبر پر ۳۰ مه د امریکا په معتبر اخبار واشنګټن پوسټ کي د امریکا د استخباراتو (سیا) لخوا د خپل پلار د قتل په باب داسي لیکي:

متن:

زما عقیده دا ده چي په ژوند کي دوې لاري سته — د حق او باطل لاري— او زه پدې باور هم یم چي بنيادمان په خپل ضمیر کي د حق لاره د زړه په سترګو ویني. دغه راز، زما ګومان دا هم دئ چي امریکایان،‌ البته که چیري زما همدا لیکنه ولولي، باید له خپل حکومت څخه وغواړي چي زما کورنۍ ته دا حقیقت څرګند کړي چي هغوی زما د پلار په جسد څه کړي دي.

زما پلار ګل رحمان نومېدی. شپاړلس کاله پخوا، زما پلار د سیا له خوا زنداني سو، ځکه سیا په غلطه زما پلار د افراطیانو په جمله کي حساب کړی وو. کله چي زما پلار د امریکا استخباراتو (سیا) ونیو، هغه ئې په افغانستان کي په خپل یو سري محبس کي شکنجه کړ، او هغه ئې په خپل جنمهي سیاه چال کي قتل کړ.

زه ۱۰ کلنه وم چي زما پلار تری تم سو. هغه یو نېک بنیادم وو. یو عادي انسان وو، او زما او زما د دریو خویندو لپاره یو مهربان پلار وو. هله موږ په پاکستان کي د مهاجرینو په یوه کمپ کي اوسېدولو. موږ ډیر څه نه لرل، خو موږ د خوړلو او بقا لپاره په کافي اندازه خواړه لرل. زما پلار تل ژوند ته خوشبین وو، او منفي ګرا نه وو. هغه نه یوازي زموږ د کورنۍ مشکلات راحلول، بلکي زموږ د مالت ستونزي ئې هم فیصله کولې.

که څه هم زموږ غریبان وو، خو زما پلار موږ ته داسي احساس راکاوه چي ګواکي ټول عالم زموږ دئ. حتی نن ورځ هم زما د هغه خوشحاله څېره په یاد ده، او د زړه سوده مي په کېږي.

خو پدې تېر کال کي زما په ذهن کي زما د پلار تصویر بل رنګ اخیستی دئ. څه وخت مخکي، د برتانیې مشهور اخبار د ګارډین زما د پلار د مرګ په باره کي یو رپوټ خپور کړ، او هلته ئې تشریح کړي ول چي څرنګه سیا زما پلار تر شکنجې لاندي قتل کړ. پدې رپوټ کي، زما د پلار د ژوند وروستي ساعتونه بیان سوي دي. هغه ئې په یخ وژلي وو، او لڅ لپړ ئې په داسي ځای کي ساتلی وو چي د سړو درجه ډیره کښته وه. دا غمجنه حادثه د کال ۲۰۰۲ د نومبر پر ۲۰ مه پېښه سوه. هغه سهار وختي د ډیر یخ په وجه مړ سوی وو. کله چي د سیا یوه ګارډ هغه ولید، زما د پلار سترګي لا رپېدې.

د همدې رپوټ له لاري، زه پدې پوه سوم چي د امریکا استخباراتو زما پلار څرنګه په قتل رسولی وو. هغه سهار وختي د ډاکټر د لیدو لپاره اسلام آباد ته روان وو، خو بېرته راستون نه سو. پدې ۱۵ کلونو کي،‌ زما کورنۍ د پاکستان او افغانستان له حکومتونو څخه زما د پلار په باره کي پوښتني کولې، موږ به مدام له هغوی څخه خواست کاوه چي د پلار د ژوند او مرګ په برخه معلومات راسره شریک کړي. په ۲۰۱۰ کي، موږ ته امریکايي خبریالانو وویل چي زموږ پلار د سیا لخوا د افغانستان په یوه مخفي زندان کي شکنجه او قتل سوی دئ، خو د امریکا حکومت هیڅکله پر دې قتل باندي اعتراف نه کاوه.

پدې تېرو شپاړلسو کالو کي، زه او زما خویندي کرار کرار راستري سوو. خلګو موږ ته د یتیمانو په سترګه کتل. زما مور یوه کوڼده وه. موږ بې پلاره یتیم ماشومان وو، او له سترو کړاوونو سره لاس او ګریوان وو. مګر موږ پدې سم نه وو خبر چي زموږ په پلار باندي څه سوي ول، ځکه موږ نه د هغه جنازه ولیده او نه مو هم فاتحه واخیسته. زما انا د ژوند تر آخري ورځي پوري باور لاره چي زوی ئې ژوندی دئ، او یوه ورځ به د خیره کورته راسي. زما بوډۍ انا به تل زما د پلار د راتلو لاري څارلې.

زما لپاره تر ټولو سخته خبره دا وه چي د پلار فقدان زه سخت زهېرولم. ځکه خلګو به تل ما ته زما د پلار د ښه اخلاقو او مثبت فکر په باب خبري کولې، او هغه ئې د افغان د ټولني یو ښه استازی یاداوه. زما د پلار صفتونو به زما په ماشوم زړه کي د هغه د لیدو جذبه او تلوسه لا راولمسوله، او زما لپاره به دا لا مشکله سوه چي د هغه د قتل اوازې ومنم. زما د انا په څېر، ما به هم دا نیمګړې هیله په زړه کي ساتله چي ګوندي یوه ورځ خپل ورک پلار ووینم.

خو زما دا ټولي هیلي په ۲۰۱۴ کي له خاورو سره خاوري سوې. ځکه د متحده ایالاتو د سنا یوه رپوټ دا خبره روښانه کړه چي سیا په افغانستان کي یو مخفي زندان درلودئ، او هتله ئې بې ګناه خلګ په قتل رسول. په همدې مقتولو کسانو کي یو زما بې ګناه پلار وو.

لدې معلوماتو څخه را وروسته، زما کورنۍ پر سیا باندي د امریکا په فدرالي محکمې کي عریضه وکړه. د همدې دوسیې په ترڅ کي، د امریکا دولت مجبوره سو چي د سیا د مخفي زندان په باب معلومات خپاره کړي، او دا هم خپاره کړي چي څرنګه سیا پدې محبسونو کي خلګ رواني او فزیکي شکنجه کول. د امریکا د حکومت پدې رپوټ کي موږ د خپل پلار د مرګ په غمجن داستان خبر سولو. زموږ د دوسیې په نهايي فیصلې کي، د امریکا دولت دا معلومات راسره شریک کړل،«سیا د ګل رحمان سره زور زیاتی کړی وو، او په نتیجه کي هغه مړ سوی دئ، او کورنۍ ته ئې ابدي غم او غوسه ور په برخه سوه.»

که څه هم دا خبر موږ سخت خوږ کړو، خو زموږ سره ئې څه مرسته هم وکړه. ځکه موږ بالاخره پدې پوه سو چي زموږ په پلار څه سوي ول.

خو دا باید زیاته کړم چي زموږ په دین او فرهنګ کي د یو چا جنازه او فاتحه خورا زیات اهمیت لري. زموږ باور دا دئ چي د هغو خلګو چي جنازه او فاتحه نه وې سوي، د هغوی روح نا آرامه وي. همدا وجه ده چي زما په ذهن کي تل زما د پلار وروستۍ سلګۍ راڅرخي، او د هغه مړژواندي خلاصي سترګي ما مدام شکنجه کوي.

شپږ میاشتي مخکي، زما کورنۍ د متحده ایالاتو حکومت ته یو درخواست وکړ چي زموږ سره زما د پلار د جسد د پيدا کولو په برخه کي مرسته وکړي. د امریکا حکومت زموږ جواب را نه کړ. اوس، زموږ مدافع وکیلانو عریضه کړې ده چي دا معلومات باید موږ تر لاسه کړو. زما هیله دا ده چي د امریکا ولس زموږ سره همدردي ښکاره کړي،‌او زموږ سره یو ځای له خپل حکومت څخه وغواړي چي حق ته غاړه کښېږدي،‌ او موږ ته د دې چانس راکړي چي موږ د خپل پلار جنازه او فاتحه وکړو.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *