د کابل په شهرنو سیمه کې ډزې روانې دي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

د کابل په شهرنو سیمه کې ډزې روانې دي – افغان وطن

د کابل په شهرنو سیمه کې د ګڼو ډزو اوازونه اوریدل کیږي

په سیمې کې عیني شاهدانو او دوکاندارانو ویلي چې د شهرنو سیمې کې د ډزو له امله خلک په دوکانونو کې حصار پاتې دي او دوی نه پوهیږي چې څه پیښه رامنځ ته شوې ده

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې دغه ډزې د شخصي جنجال له امله رامنځ ته شوي او کوم وسلوال بریدګر سیمې ته نه دي داخل شوي

تر اوسه د پېښې په اړه دقیق جزئیات نه دي ورکول شوي خو یو افغان خبریال بلال سروري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دولت د سیمې اوسیدونکو ته امر کړی چې په دغه سیمه کې جوړ شوي کورونه خالي کړي خو د سیمې اوسیدونکو یې خبره نه ده منلي او خبره تر تاوتریخوالي رسیدلې ده

تر دې وړاندې هم افغان عسکرو د دولتي ځمکو د غصب په نامه په ډیرو ولایتونو کې خلکو ته د کورونو د تخلیې خبرونه ورکړي وو چې د خلکو له لوري لاریونونه پیل شوي وو او افغان سرتیرو پرې ډزې کړې وې

چې یوه ورته پیښه څه موده مخکې د خوست ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې هم د دولت او د سیمې اوسیدونکو تر منځ پیښه شوې وه
چې ګڼ شمیر ملکي لاریون کونکي د پولیسو له لوري په ډزو ویشتل شوي وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *