په کاپیسا کې د امریکایانو یوه شینوک هلیکوپتره ویشتل شوې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

په کاپیسا کې د امریکایانو یوه شینوک هلیکوپتره ویشتل شوې – افغان وطن

د کاپیسا ولایت څخه راپورونه وایي چې ددغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو یوه شینوک هلیکوپتره د وسلوالو طالبانو په برید کې ویشتل شوې او نسکوره شوې ده

په دې اړه د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په لیږل شوې خبر کې ویل شوي، چې د دوی ملګرو یاده طیاره د چاپې پر مهال ویشتلې ده

مجاهد زیاته کړې چې امریکایي او افغان ځواکونو غوښتل چې د تګاب ولسوالۍ په نالیانو سیمه کې چاپه ووهي خو د دوی ملګرو برید ورباندې کړی او د دغه د امریکایي ځواکونو چینوک هلیکوپتره یې د کیناستلو پر وخت ویشتلې او یوه ژور ګړنګ ته غورزیدلې ده

د مجاهد په وینا ویشتل شوې طیاره په بشپړ ډول سوزیدلې او په کې سپاره کسان ټول وژل شوي

د وسلوالو طالبانو ویاند ویلي چې اوس سیمه د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري کلابنده ده او زیاتې امبولانس طیارې سیمې ته راغلي دي

باید وویل شي چې امریکایي شینوک هلیکوپتر د خارجي ځواکونو له لوري په جګړو او شپینیو چاپو کې استعمالیږي او له ۴۰ څخه تر ۶۰ پورې کسان په کې ځایږي

دا د تیرې یوې اونۍ په موده کې دریمه الوتکه ده چې نسکوریږي او وسلوال طالبان یې د ویشتلو ادعا کوي خو افغان دولت یې تخنیکي ستونزه بولي

تر اوسه افغان دولت او بهرنیو ځواکونو د یادې چورلکې د سقوط په اړه څه نه دي ویلي

د امریکایي ځواکونو چینوک هلیکوپتره په داسې مهال ویشتل شوې چې د امریکا د خارجه وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په هکله یو ځل بیاد سیمې هیوادونو ته خپل دریم سفر پیل کړی ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *