د ۲۰۱۹ په پېل کې سام سنګ بازار تۀ ۱۰۰۰ جي بي حافظه او ۱۲ جې بي رېم لرونکی موبایل را باسي – افغان وزن – افغان وطن ویبپاڼه
ټکنالوجي خبرونه

د ۲۰۱۹ په پېل کې سام سنګ بازار تۀ ۱۰۰۰ جي بي حافظه او ۱۲ جې بي رېم لرونکی موبایل را باسي – افغان وزن

سام سنګ شرکت د ۲۰۱۹ ز کال په پېل کې د ایس څلور نوي ځیرک موبایلونه بازار ته را باسي

سام سنګ د دغو څلورو موبایلونو څخه یو داسي موبایل هم بازار ته وړاندې کوي، چې ۵جې چلولو وړتیا لري

د سام سنګ د ایس لړۍ کې یو موبایل د نړۍ له نورو موبایلونو څخه خورا ځانګړی موبایل وي

ممکنه ده چې دا ځانګړی موبایل به ایس ۱۰ وي

دا ځکه چې د نړۍ تر ټولو لوړه حافظه لرونکی موبایل ۵۱۲ جې بي حافظه لري او رېم هم تر ۸ جې بي پوري لرونکي موبایلونه شته، خو دا موبایل به د ۱۰۰۰ جې بي حافظې تر څنګ ۱۲ جې بي رېم ولري

همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *