یو سړی د سمندر پۀ اوبو څنګه اسراف کوي؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

یو سړی د سمندر پۀ اوبو څنګه اسراف کوي؟ – افغان وطن

لیکنه: ساجد امان

یو سړی د سمندر پۀ غاړه ناست دی سره لۀ دې چې د سمندر اوبو کې کمښت نۀ راځي خو بیا به هم اسراف نۀ کوي، کۀ په یوه لپه یې مخ لمدېږي دویمې ته حاجت نشته.

اسراف د ژوند مختلفو ضروریاتو، خوراک، سخاک، پوښاک، او داسې نورو کې راتلای شي، کله چې له اړتیا ورهاخوا یو څۀ وکارول شي اسراف بللی شي.

قران کې الله تعالی فرمایي!
کلوا وشربوا ولا تسرفو! (الایة)
وخورئ، وڅښئ خو اسراف او زیاتی پکې مۀ کوئ!

د صحیح بخاري پۀ یو روایت کې راځي:
” کلوا وشربوا والبسوا وصدقوا فی غیر اسرافٍ ولا مخیلا”
ژباړه: وخورئ، وڅښئ او واغوندئ او خیرات(صدقه) ورکړئ.

دلته رسول الله موږ ته درس راکوي چې خدای درکړي، ښۀ وخوره، ښۀ وڅښه او تر ټولو ښۀ پوښاک وکاروه، او چې ضروریات پوره شول نو د الله پۀ لاره کې خرڅ وکړه مګر د اسراف اسراف او ځان لوی ښودنې نه بغیر.

یوه خبره باید یاد وساتو چې د اسراف کوم ټاکلی حد نشته! مثلاً یو څوک وایي چې پنځوس افغانۍ پورې استعمال سم دی او لۀ دې ورهاخوا زیاتې!!! نه، بلکې اسراف د انسان د امدن او مالي لحاظ پورې تړلی، نو پۀ دې ترتیب اسراف حدود د هر انسان دپاره بېل بېل دي.

بعضې خلکو دپاره د زر افغانیو خوراک په یو وخت کې اسراف نشي کېدای او ځینو ته بیا کېدی شي چې د سلو افغانیو خوراک هم اسراف وګرځي، ددې پخاطر چې الله چا ته لکونه روپۍ ورکړي نو که زر ترې وکاروي کولی یې شي.

لیکن چا ته الله نۀ دي ورکړې هغه سل روپۍ قرض را اخلي او خلکو ته وایي چې هو زه هم د سلو روپو خواړۀ خوړلی شم، چې دا بیا اسراف ګڼل کېدای شي

نو د اسراف پیمانه وخت او حالاتو سره بدلېدایږي

مسلمانانو ته ښايي چې له اسرافه ځان وژغوري او د اړتیا نه زیات شوی مال د خدای لاره کې خرڅ (صدقة)کړي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *