د امریکایانو په برید کې د طالبانو لخوا هلمند ته نومول شوی والي وژل شوی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

د امریکایانو په برید کې د طالبانو لخوا هلمند ته نومول شوی والي وژل شوی – افغان وطن

تیر ماښام د هلمند ولایت لپاره د وسله والو طالبانو نظامي مسئول او والي ملا عبدالمنان اخند د امریکايي ځواکونو په یوه برید کې وژل شوی دی

ملا عبدالمنان اخند د طالبانو لخوا د هلمند ولایت والي وو چې اصلي نوم يې ”ملا محمد رحیم“ وو

نوموړی د امریکايي اشغال وروسته د وسله والو طالبانو یو لوړپوړی نظامي غړی پاته شوی وو، چې پرون د امریکایانو په یوه برید کې ووژل شو

د وسله والو طالبانو لخوا هم د نوموړي د وژل کېدو یوه اعلامیه خپره شوې چې ورکې وایي:

”ملا عبدالمنان اخند یو مطیع، زړور، مخلص او با احساسه مجاهد و، چې د خپلې پیاوړې مبارزې او تدبیر له مخې يې د هلمند ولایت ۹۵ سلنه خاوره د امریکایې او مزدور رژيم له شتون څخه پاکه کړه او د اسلامي امارت واکمنۍ ته يې پراخه زمینه مساعده کړه“

طالبان وایي، د نوموړي وژنه د دوی حوصلې نورې هم پیاوړي کوي، هغه د دوی لپاره یو قدوه او نمونه وه او زیاتوي:
”دښمن هم باید فکر ونه کړي چې د مشرانو په شهادت سره به زموږ اراده کمزوری، یا به دوی کوم پرمختګ وکړل شي، بلکې برعکس به زموږ د مشرانو شهادتونه د مجاهدینو احساسات او جذبې لا ډيرې څپانده او تاندې کړي او د اشغالګرو او غلامانو په وړاندې به خپلې مبارزې ته لا زور ورکړي“

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *