له هغه سره مینه لرم/ يولسمه برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

له هغه سره مینه لرم/ يولسمه برخه – افغان وطن

له هغه سره مینه لرم

ليکوال: عبدالصمد شاکر

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې د خدای خدمت کوي؛ دا ځکه، چې د هغه د مخلوق خدمت ته یې ملا تړلي.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې منزل ته زر رسيږي؛ دا ځکه، چې عمل زیات او خبرې لږې کوي.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې ويريږي نه؛ دا ځکه، چې په زړه کې د خدای ویره ورسره ده.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې غم او فکر نه لري؛ دا ځکه، چې ځان لپاره نه بلکې خدای لپاره کار کوي.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې له ژونده وېره نه لري؛ دا ځکه، چې هغه له مينې څخه نه ويريږي.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې حیرانیږي نه؛ دا ځکه، چې هغه له خدایه د خیر غوښتونکی دی.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې پښیمانیږي نه؛ دا ځکه، چې هغه په کارونو کې له خلکو سره مشوره کوي.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې نیوکه نه کوي؛ دا ځکه، چې هغه هر څه کولای شي او کوي یې.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې له خپلو دوښمنانو سره حسد نه کوي؛ دا ځکه، چې هغه د حسد پر ځای شکر باسي، چې د هغوی په څیر ژوند نه لري.

له هغه سره مینه لرم:
ولې چې پرته له کوم لګښت ګټه در رسوي؛ دا ځکه، چې هغه د نرمې مسکا څښتن دی.

نور بیا …

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *