په افغانستان کي د امریکا نظامي ماته -افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

په افغانستان کي د امریکا نظامي ماته -افغان وطن

ښاغلی ډېني سجورسن یو امریکايي فوجي افسر دئ. هغه په افغانستان او عراق کي خدمت کړی دئ، او د تاریخ استاد هم دئ. پروفسور ډېني د نومبر پر ۳۰ په (د امریکن کانسریوټیف) مجله کي لیکي په امریکا کي یوه خبره ډېره مشهوره ده، او هغه دا چي:«امریکا هیڅکله په نظامي لحاظ شکست نه خوري، په تېره بیا په درېیمه نړۍ کي.» همدا وجه ده چي موږ ته ویل کېږي چي امریکا ښايي په افغانستان کي په سیاسي لحاظ ماته وخوري، او هغه هم د لیبرالانو او د جنګ د مخالفانو په سبب.

مګر دا مقوله له سره غلطه ده، ځکه موږ به په افغانستان کي په نظامي لحاظ ماته خورو. په داسي حال کي چي زموږ جنګ په افغانستان کي ۱۸ کلن کېږي، موږ د څرګندي نظامي ماتي سره مخامخ یو. نن سبا، طالبان تر بل هر وخت زیاتي سیمي تر ولکې لاندي کړي دي. سږ کال به د افغانانو تلفات تر ۲۰۰۰۰ (شلو زرو) واوړي. د افغان د امنیتي قواوو تلفات جبران ناپذیره دي. یوازي په ۲۰۱۷ کي، لس زره افغان امنیتي عسکر وژل سوي ول. او په ۲۰۱۸ کي، امینتي شرایط تر پخوا ډیر خراب سوي دي. که څه هم امریکا په ۲۰۱۸ کي تر بل هر کال زیات بمونه اچولي دي، خو داسي ښکاري چي د راتلونکي څرګندي ماتي مخه نه سي نیولای. بلخوا، د امریکايي عسکرو د تلفاتو ګراف هم جګ سوی دئ.

له دې ټولو کوښښونو سره سره، څه چي موږ د افغانستان په جنګ کي حاصل کړ، یو خونړین بن بست دئ. او بالاخره انجام ئې یو نظامي شکست دئ.

زه پدې اعتراف کوم چي د دغو واقعیتونو د لیکو په وجه به پر ما باندي زیات انتقادونه وسي، خو زه د دې انتقادنو پروا چندان نه لرم. ځکه دا نقادان به هغه خلګ وي چي زړې مفکورې ئې زخمي زړونه ور تسل کوي. او مدام د امریکا د نه ماتیدو نظریه په سر کي روزي. کله چي همدا خلګ لدې نظر سره مخامخ سي چي د افغانستان جنګ نظامي حل نه لري، او د امریکا شکست رانژدې سوی دئ، دا واقعیتونه د هغوی دماغونه ور پرېشانه کوي، او د هغوی لپاره دا خبري د مرګ ګوزار دئ.

موږ باید واقعبین واوسو،‌ او د امریکا له اوږده جنګه یو ریالیسټک درک ولرو. ځکه یا به واشنګټن بیا دېته زړه ښه کوي چي یو لک امریکايي عسکر افغانستان ته استوي، څو هلته د راتلونکي ماتي مخه ونیسي، او یا به دا منو چي موږ مات سوي یو.

واقعیت دا دئ چي پدې ۱۷ کالو کي، د امریکا فوج خپل ټول زور او قوت و ازمویي. موږ د شپې چاپې ووهلې. بې شماره بمونه مو واچول. زیات عسکر مو ور واستول. او سرچ مو عملي کړ. لنډه دا چي موږ خپل ټول زور ووهی. خو هیڅ شی موثر واقع نه سو،‌ او هیڅ اقدام کافی نه وو.

اصلي خبره دا ده چي په کافي اندازه افغانان له طالبانو سره مرسته کوي، او زیاتره ئې له امریکايي اشغال څخه کرکه لري. په بل عبارت، افغانان پدې توانېدلي دي چي زموږ سره وجنګېږي، او دا جنګ زموږ لپاره نه ګټونکی کړي.

په پای کي، دا باید په ډاګه ووایم چي په شکست کي شرم نسته. مګر ستر شرم دا دئ چي خپل خلګ وغولو، او حقیقت ترې پټ کړو. دا کار د امریکا فوج وروسته له ویتنام څخه وکړ،‌ او زما بېره دا ده چي هغوی همدا کار اوس بیا کوي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *