کـــشـــران ! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

کـــشـــران ! – افغان وطن

کشران همېشه کشران نۀ وي، د وخت پۀ تېرېدو سره د دوی د جسم تر څنګ د دوی پۀ فکر، سوچ، نظریاتو، خواهشاتو او احساساتو کې بدلون راځي.

لۀ بده مرغه زموږ پښتانۀ دغه بدلون نظر کې نۀ نیسي او فکر کوي چې کشر دې همېشه لکه غلام د دوی پۀ اشاره وځغلي، د مشر پۀ وړاندې دې چونګ هم نۀ کوي حتی کۀ دی پۀ حقه هم وي، کشر باید هېڅ خبرې ونکړې، او همېشه غوږ ونیسي، بس لۀ همدې ځایه د کشر څخه د خبرې کولو، نظر څرګندولو او حق ویلو جرأت واخلي.

دلته چې ماشوم پیدا شي همدا درس ورکول کېږي چې د مشر درناوی کوه، خو هېڅکله مشر ته دا و نۀ ویل شول چې پۀ کشر رحم او شفقت وکړه، حال دا چې خوږ پېغمبر د مشرانو د عزت تر څنګ پۀ کشرانو د شفقت توصیه هم کړې ده

موږ کشر د دې دپاره ساتلی چې مېلمستون ته ډوډۍ او اوبه راوړي، مېلمنو ته لاسونه پرې مينځي او لۀ دوکانه نسوار راوړي.

ماشومان همېشه ټکول او وهل ددې لامل شي چې لۀ کوره باغي شي ډېر وخت دباندې کوڅو کې تېروي چې بالاخره د هر ډول بې لارو او بدلارو خلکو سره یې اړیکه شي او پۀ پای کې ترې سګرېټي، چرسي، زناکار، غل، ډاکو جوړ شي چې ټولنې ته یو عذاب وګرځي.

راځئ چې خپلو کشرانو ته مینه ورکړو، رحم پې وکړو، د خبرو کولو او نظر څرګندولو موقع ورکړو، تېروتنې یې وبخښو او د اصلاح کوښښ یې وکړو موږ هر یو د خپلو کشرانو د تربیې پۀ وړان دې مسئول یوو.

ساجد امان

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *