مولايِ روم او حقیقي علم! د مثنوي شریف، ملَکُوتي انګازې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

مولايِ روم او حقیقي علم! د مثنوي شریف، ملَکُوتي انګازې – افغان وطن

لیکوال: خامل وردګ.
_______________________________

علم چون بر دل زني، یارې بُوَد
علم چون بر تن زني، مارې بُوَد

(که دې له دیني علم نه د زړه د صفایۍ لپاره کار وا خیست یعنې عمل دې پرې وکړ؛ نو دا علمِ نافع او له مرګه بعد دې هم ملګری دی. او که یوازې د تن پرستۍ او تن پرورۍ لپاره دې وکاراوو نو بیا دې دا علم د ښامار په څېر په ضرر دی)
========================

علمُهایِ اهلِ دل، حمّالِ شان!
علمُهایِ اهلِ تن، اَحمالِ شان!

(هغه خلک چې دیني علم د زړه د روحاني عروج لپاره حاصلوي او کاروي؛ نو د دوی علم به د دوی پېټی نه وي؛ بلکې دوی به د خپل علم په نیلي سپاره د روحاني معراج مراحل طی کوي. او تن پروره علماء بیا داسې ندي؛ د دوی علوم به په دارینو کې پدوی باندې یو بې فایدې او زیاتي بار وي چې فقط پرې ستړي به وي، پرې یاد به وي خو پرې ښاد نه)
=======================

صد هزاران فضلُ دارد از علوم!
جانِ خود را مېنداند این ظلوم!

(په زرګونو علوم لري؛ خو دې ظالم لا تر اوسه ځان ندی پېژندلی)
========================

دانش یک نورَسْتُ در جانِ رجال
نې زِ د فتر نې زِراهِ قیلُ و قال

(حقیقي علم هغه نور دی چې د تقوا او عمل په برکت د انسان روح پرې منوّر ګرزي، دا دولت خالي د کتابونو او تشو خبرو له لارې نه حاصلیږي)
========================

علم چه بود؟ آنکه ره بنْمایدتْ
زنګِ ګمرهي زِ دل، بزْوایدت
(رښتنی علم یوازې هغه دی چې د اللّه د معرفت لور ته دې رهبري کړي”باعمله علم” او د ګناهونو خیری دې له زړه نه صفا کړي)
=======================

این هوسها از سرتْ بیرون کند
خوفُ خشیت در دلتْ افزون کند

(…او د ګناه سوچونه دې له ذهنه وباسي او د خدای پاک ډار دې په زړه کې در زیات کړي)
========================

علم نبوْد غیرِ علمِ عاشقي
مابقی’ تلبیسِ ابلیسِ شقي

(رښتنی علم هغه دی چې د الهي مینې سبب شي”باعمله علم” لدې نه ماسواء ټول شیطاني دوکه او وبالِ جان دی.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *