زمونږ مرګ هزاره ته ناروا خو ګډو ځواکونو ته رواه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

زمونږ مرګ هزاره ته ناروا خو ګډو ځواکونو ته رواه – افغان وطن

لیکوال: بدرځلاند

دا لومړی ځل نه ده چې د افغان تر نامه لاندې روزل شوي ځواکونه کمانډو، کمپاین، صفر یک، اربکي، ملي اردو، ملي پولیس وغیره وغیره د امریکایي ځواکونو په امر او ملاتړ زمونږ بیګناه مظلوم په خوب ویده ماشومان او ښځې په ډیر قساوت او وحشت سره وژني

دلته هر بشردوست بشر خور جوړ شوی او زمونږ د ماشومانو خوښې یې خوړلې ده، دلته هر ظالم او وحشي د افغان په نوم زمونږ کورونه وران کړي ديو دلته زمونږ د ملت په بیت المال هر وخت زمونږ د ملت قاتلان پړسیدلي دي، دلته هر وخت له نیک او مقدس نوم څخه غلطه استفاده شوې ده، دلته هر یرغلګر او وحشي مونږ ته زمونږ د ساتونکو په نوم زمونږ داړونکي روزلي دي، دلته زمونږ د مرګ جرم تر اوسه په یو قاتل هم نه ده تثبیت شوی

هلمند کې ګډو ځواکونو انساني ناورین رامنځ ته کړی ده

دلته پلاران په زندانونو کې خو بچیان یې د وطن ساتونکو له لوري په اورونو پاخه شوي او په باردو ټوټه ټوټه شوي دي

دلته هغه څوک په حقه دي چې زور ورسره وي، دلته د هغه چا د حق پوښتنه په اوچت اواز تر سره کیږي چې له غلو سره مل وي، دلته هر مظلوم ظالم بلل کیږي او هر قاتل او وحشي مجبور بلل کیږي، دلته هره ورځ او هره شپه د بشر دوستانو او وطن ساتونکو له لوري په مظلومانو چاپې وهل کیږي، کورنه یې په هوانونو توپونو ویشتل کیږي او بمباریږي، دلته داسې څوک نه موندل کیږي چې زمونږ مظلومیت ته مظلومیت ووایي، دلته چې مونږ په هر څومره ظلم او وحشت سره ووژل شو قاتل ته مو هغومره غټ مډال او لقب ورکول کیږي

دلته خرکاران او ګاډیوانان زمونږ په بې دریغه وژلو قهرمانان او جنرالان جوړیږي، دلته یو هزاره د پښتون په وژنه او زوروَنه مجرم بلل کیږي خو کمانډو او امریکایي بیا له هر قسم جرم او وحشت سره افغان ځواک او مرستندویان بلل کیږي

دلته ناوې د تخت په سر ناسته وي خاوند یې په مخ کې ورته وژل کیږي، دلته ماشومان د مور او پلار تر مخ او مور او پلار د بچیانو تر مخ په وحشت سره وژل کیږي خو وژل یې نه کوم جرم ګڼل کیږي او نه وژل شوي ځانته د مظلوم د لقب استعمالولو اجازه لري

دا هر څه د هغه چا له خوا تر سره کیږي چې ځان د دې خاورې واکدار او د ولس له لوري منتخب بولي

خو ملامتیا باید په هغو ونه وایو څوک چې دا وحشتونه او جرمونه تر سره کوي ځکه چې هغوی خو تر ډېره حده د همدې په خاطر روزل شوي چې د خپل مشرو ځواکونو (امریکایانو) اوامر سرته ورسوي او د هغه ستراتیژي دلته پلي کړي

هغوی خو د امریکایانو له لوري په همدې ګمارل شوي او په همدې تنخوا ورکول کیږي چې د امریکا هر امر ته لبیک او په هر جرم تر سره کولو کې له کافرو څخه زیات اخلاص تر سره کړي
دلته ملامت مونږ یو ځکه دوست او دښمن نه پیژنو، هر ځل د دوست پر ځای مونږ د دښمن په مکر او دروغو غولیدلي یو او دوست مو له دښمن سره یو ځای څملولی ده

دښمن ته مو د دوښمن په سترګه نه دي کتلي

د بل کلیوال مرګ باندې مو خفګان نه ده ښکاره کړی بلکه هغه مو د دښمن قانوني حق بللی ده

که مونږ همداسې نور هم د دښمن په جعلي القابو خطا وزو او وطن پروش ته د وطن ساتونکي په سترګه، ناموس پروش ته د ناموس ساتونکي په سترګه او ایمان او تابیعیت خرڅونکي ته د افغان په سترګه ګورو نو زمونږ حال به ورځ تر بلې بدتر کیږي، که نن د بل په مرګ خبریږو او خاموش کیږو صبا به نور بیا ستا په مرګ سترګې پټوي او غلی کیږي به

مونږ د داسې ازموده شوي دښمن تر سینې لاندې ژوند کوو چې په عراق سوریه یمن او نورو ډیرو هیوادونو کې مو د هغه کړنې لیدلي دي

مونږ که د عراق او سوریې له ړنګیدو او قتل عام او خپل منځي جګړو عبرت نه اخلو او د همغو وحشيانو څخه دلته د خیر هیله کوو همدا به مو انجام وي

مونږ که په عراق او سوریه کې د امریکایانو له لوري روزل شویو وطن ساتونوکو او جعلي جمهور ریسانو عبرت نه اخلو همداسې به وژل کیږو او کورونه به مو په نیمه شپه په بمونو ویشتل کیږي

باید نور د غفلت او ناخبري له خوبه ځانونه را ویښ کړو باید د خپل کور او کلي له بمبارولو مخکې د ځان غم وخورو باید د دښمن په لاس د روزل شویو کسانو په جعلي القابو نور غلط نشو

یادونه: لیکنه د لیکوال شخصي نظر څرګندوي، د ادرې توافق ورسره شرط نه دئ

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *