له شاګردانو ولې ناهیلي کیږو؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

له شاګردانو ولې ناهیلي کیږو؟ – افغان وطن

لیکوال: عبد الصمد شاکر

همدا د نن ورځې ځوانان دي، چې زموږ د اینده تاریخ به جوړوي او د همدا نوي نسل په فکر او عمل پورې د دغه امت راتلونکی تړلی دی.

بل پلو که وګورو؛ نو استادان دي، چې تل انتیک کوښښونه کوي، شپه او ورځ یې یوه کړې ده او د یوې هیلې او ارزو لپاره اخته دي؛ نو خامخايي ده، چې د دوی دغه کوښښونه به بې ځایه نه ځي او یو نوی رنګ به ضرور راوړي.

همدا استادان دي، چې د نیمو شپو په غیږه کې پاڅېږي او د خپلو شاګردانو په حق کې او څښتن ته لاسونه لپه کوي او په اوښکنیو سترګو له هغه څخه غواړي، چې د دوی دغه شاګردانو کې یو بل صلاح الدین ایوبي، نور الدین زنګي، طارق ابن زیاد، ټيپو سلطان، محمود غزنوي، کوم امام غزالي، جامي، تفتازاني، ناهیده، ملاله ميوندي او دا ډول نور اتلان سړي او زنانه پیدا کړي تر څو د دغه کړیدلي او زوریدلي امت لپاره د زخمونو ټکور د درد دوا شي.

موږ ته په کار ده، چې د زر نتيجې په ځای لږ تحمل وکړو او خپلو هڅو ته امیدوار واوسوو او دا راسره نه ښایي، چې ناامیده شو؛ بلکې اړینه ده، چې خپل کوښښونه همداسې جاري وساتو؛ ځکه، چې د ماضي تاریخ د همدې ټکي شاهدې ورکوي او د امت د تاریخ ډیری پاڼې له همداسې ویرجنو حالاتو ډکې دي

دلته یوه مهمه نکته، چې هغه د استادانو لپاره اړینه ده دا ده، چې استاد خپل هر شاګرد باید داسې وروزي، چې د تاریخ د عروج او زوال د لاملونو پيژندونکی وي او ورسره په دې نکته باندې د غور او فکر کولو لپاره دوی ته بلنه ورکړي، چې مسلمان باید څنګه وي؟ مسلمانان کله او ولې کمزوري کیږي؟ او تقدیري فيصلې کله له اسمان څخه راځي؟

زه وایم، چې ښايي د دې عمده وجه به دا وي، چې من حیث د یو مسلمان قوم مسلمانانو د هغه یو ذات رضا مقصود ونه ګڼله او پريښودله، چې د هغه په لاس کې هر څه دي او دا یې په لوی لاس د نورو په منګولو کې پلټل پیل کړل.

دا ډول مسلمانانو په عامه توګه د خپلې برحقې داعیې څخه ، چې د مسلمانانو د پرمختګ اصلي بنیاد دی مخونه وګرځول، چې په دې سره د باطل لپاره یو ډول کومک کونکي او دعوتونکي وګرځيدل او هغه امت چې د نړۍ امام وو د نړۍ غلام یې وګرځاوو.

مسلمه امت اوس هم له دې ذلیل حالت څخه وتلی شي؛ خو که خپل نسل داسې وروزي، چې هغوی د اعلا کلمة الله لپاره له خپل ځان و مال نه تیر وي او د دې روزنې لپاره، چې کوم طرز زما خوښ دی، هغه د تصوف طرز دی؛ ځکه هلته د ځان له روزنې څخه پیل کیږي او د جهان په روزنه پای مومي.

په پای کې وایم که په دغه طرز د نوي قشر روزنه تر سره شي؛ نو په ډاډ سره ویلی شم، چې داسې څوک به حتما ترې جوړیږي، چې د صلاح الدین ایوبي او ورته اتلانو په څیر به د امت لپاره سترګې یخونکي وي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *