هلمند کې ګډو ځواکونو انساني ناورین رامنځ ته کړی ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

هلمند کې ګډو ځواکونو انساني ناورین رامنځ ته کړی ده

د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کوشتې او ځنځیر ډراب سیمه کې تیره شپه امریکایي او افغان کمانډو ځواکونو په ګډه عملیات کړي او ملکي خلک یې وژلي دي

د ګرمسیر ولسوالۍ اوسیدونکي وایي چې ګډو ځواکونو بیګا شپه په یاده سیمه کې د طیارو پر مټ چاپه وهلې چې د نورې ویجاړي ترمنځ یې د اختر محمد اکا په نوم د یو تن ولسي وګړي کور په بمونو ویجاړ کړی او ۲۳ تنه عام خلک یې وژلي دي

د سیمې د اوسیدونکو په وینا چې وژل شوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي چې شپږ تنه یې نارینه او باقي ټول ښځينه او ماشومان دي

امریکایي ځواکونو د افغان کمانډو په ملتیا دا ناورین رامنځ ته کړی چې وژل شوي کسان ټول ټوټه ټوټه د سیمې د خلکو له لوري په بوجیو کې راټول شوي دي

دغه عملیات په داسې مهال تر سره شوي چې افغان دولت څو ورځې مخکې یوه هزاره قومندان علیپور د ملکیانو د زورولو په تور په کابل ښار کې نیولی وو

دا لومړی ځل نه ده چې افغان کمانډو ځواکونه د امریکایي چارواکو په ملتیا په ولسي کورونو چاپې وهي بلکه په لسګونو ځله یې ورته پیښې تر سره کړي چې څو ورځې مخکې یې د لوګر محمداغې ولسوالۍ اب بازک سیمه کې هم د یو تن بندي ملا امام په کور چاپه وهلې وه او د کور ټول غړي یې وژلي وو

کریم بریاب

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *