د علي پوري خوشي کول او تر شا یې استعماري هدف! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

د علي پوري خوشي کول او تر شا یې استعماري هدف! – افغان وطن

لیکنه: خامل وردګ

امریکا د خپل استعماري مزاج له مخې غواړي چه له تېښتې وروسته، لدې ویاړلي او فاتح ولس نه د خپلې رسوائۍ او ماتې مستمر انتقام واخلي.

د دې ظالمانه هدف لپاره، د قومي_مذهبي ټکراو نه ماسواء بل داسې چانس نشته چې له لارې یې د امریکا زړه پدې ټکیدلي او ځورېدلي ولس نور هم یخ شي!

بامیانو ته د ګوډاګي غني سفر او هورې ولسي ملېشې منظورول، او ور پسې د کابل په پوهنتون کې د هزارګانو جارحانه کاروایانې او دا اوس تازه، تازه د علي پوري نیول او پرېښودل ټول د دې مرام تمهیدي کړۍ دي.

د ما په نظر، علي پوري نیول شوی د همدې لپاره و چې بیا پرېښودل شي؛ امریکا د دې ډرامې په ذریعه هڅه وکړه تر څو د یو پرېوتي اقلیت؛ خو د پښتنو په وړاندې د قومي حریف سربېره، د یو متشدد مذهبي قشر په توګه، د هزاره وو حوصلې ور پورته او د ځان باورۍ احساس ورکا.

دې خطرناک او نازک حالت ته په پام، د تېرو اولسو کلونو پر تله، د اسلامي امارت د ذمه وارۍ پېټی نور هم دروند په نظر راځي! پدې نازک وخت کې خو د طالبانو لپاره د کړلو او نه کړلو کارونه ډېر دي؛ خو دوه کاره داسې دي چې په هېڅ صورت باید ترې فوت نشي:
یو دا چې پرې نږدي امریکا په پرده کې او له پزې سره ووزي؛ بلکې له پوره ځیرکتیا نه دې کار واخیستل شي تر څو په مړو سترګو، د ماتې او رسوائۍ له ټاپې سره یو ځای پښې سپکې کا چې بیا د تل لپاره د یو ځواک په توګه په چا د سترګو برګولو جرأت ونکړی شي.

بل مهم کار د دښمن د پورتني پلان شنډول دي؛ طالبان باید له خپلو ټولو مادي او معنوي امکاناتو نه په استفاده، د ولس د تنویر او په ځان د ډاډه کولو لا ډېرې هڅې وکا.

خصوصآ په غیر پښتنو دې ځانونه د یو عام شموله جریان په توګه ومني او دا دې ور تلقین کا چې موږ د یو ځانګړي قوم نه؛ بلکې د ټول ولس د هر اړخیز بهبود لپاره لاس په کار خادمان یو.

په همدې هیله.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *