د ”خودي“ یا د ”حقیقي ځان“ فلسفه! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

د ”خودي“ یا د ”حقیقي ځان“ فلسفه! – افغان وطن

لیکنه: ساجد امان

دغه فلسفه د برصغیر(پاک و هند) شاعر علامه اقبال ته منسوبېږي.

د دې فلسفې بنیاد د قران کریم دا آیت دی:
ولا تکونوا کالذین نسوا الله فانسهم انفسهم!

ژباړه: او د هغه چا پڅېر مۀ کېږئ چې خدای یې هېر کړ پس الله د هغوی نه د هغوی خپل ځانونه هېر کړل.

مفسرینو د دې ایت تفسیر داسې کړی چې دوی خپل اصلي حقیقي خیر او شر ته متوجه نشو، حقیقي خیر کوم چې د الله د احکامو پۀ منلو کې دی دوی ترې محروم شول.

پۀ پورته ایت کې د (نفس) لفظ قابل غور دی او پۀ همدې د (خودي) فلسفې دارومدار دی! انسان ته اشرف المخلوقات ددې پخاطر نۀ ویل کېږي چې جسم لري، خواړۀ خوري، اوبه څښي، د ګرمۍ او یخنۍ احساس کوي….، بلکې د دې پخاطر چې انسان ته یو روحاني مقام ورکړل شوی، خلیفه ټاکل شوی، او د الهي قانون پابند ګرځول شوی.

د همدې مقام پېژندلو دپاره انسان باید لومړی ځان وپېژني کوم چې عربي مقوله کې ورته داسې اشاره شوې:

”من عرف نفسه فقد عرف الله“ چا چې ځان وپېژند هغه خدای وپېژنده، همدغه ځان پسې ګرځېدل، ځان لټول خپل حقیقت پېژندل(خودي) ده.

یو پاړسيوان شاعر وایي: څوک لټوې؟ خدای؟ هغه خو عیان دی ښکاره ده ځان دې ولټوه چې ورک یې!
علامه اقبال وایي:

تلاش او کني جز خود نبیني
تلاش خود کني جز او نیابي!

کۀ خدای لټوې نو ځان به ومومې او کۀ ځان دې وموند خدای به ومومې!

د خودي فلسفه وایي چې انسان حقیقت مادي نۀ دی معنوي دی!

فرضاً موږ وایي زما لاس، زما پښې، زما سترګې… اوس کۀ زما لاس غوڅ شي ایا زه د منځه ځم؟ سترګو وتلو سره ځان ختمیږي؟ نا هغه کوم زۀ(خودي) چې ده هغه اوس هم موجوده ده بلکې کیدای شي لا قوي شي د کوم بل اړخه نور هم مغروره شم! د هوس، خوند، لذت او جسم نه ورها خوا هغه څۀ چې الله زما جسم کې داخل اچولی(روح) همدا خودي ده او کۀ خودي مو وپېژنده نو یقیناً چې کامیابه شوو!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *